د لاس رسي وړ اتصالات

د راشد خان لوبډلې د اصغر ستانکزي لوبډلې ته ماتې ورکړه


Afghanistan Shpageeza Rashid Khan Cricket
Afghanistan Shpageeza Rashid Khan Cricket

د شپږیزې لیګ د ګروپي سیالیو په وروستۍ لوبې کې د بند امیر ښامارانو د کابل بازانو ته ماتې ورکړه.

راشد خان د بند امیر د ښامارانو او اصغر ستانکزي د کابل بازانو د لوبډلو کپټانان دي.

کابل بازانو بند امیر ښامارانو ته د ۱۳۳ منډو هدف ورکړ، خو هغوې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۸ اورونو کې پوره او لوبه یې وګټله. د لوبې غوره لوبغاړی د بند امیر شاهدالله شو چې دوه لوبغاړي یې هم وسوځول او ۵۱ منډې یې وکړې.

په دې لوبې سره د سر څلور لوبډلې معلومې شوې. بند امیر ښاماران اول، د محمد نبي په مشرۍ د مس عینک اتلان دویم، د کابل بازان درېیم او د شاهپور ځدران په مشرۍ بست ساتونکي څلورم نمبر شول.

د چهارشنبې په ورځ به د راشد خان لوبډله د محمد نبي له لوبډلې سره لوبه کوي او ګټونکي به فاینل ته وځي او بایلونکي به یې د کابل بازانو او بست ساتونکو ترمنځ د لوبې له ګټونکيو سره لوبه کوي او فاینل ته به د وتلو لپاره خپل بخت بیا وازمايي.

په دې مانا چې د جدول د سر دوه ټیمونه فاینل ته د وتلو دوه چانسونه لري.

د شپږیزې پایلوبه د جمعې په ورځ – سپتمبر۲۲- ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG