د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او ترکیې ترمنځ هوايي دهلیز پرانستل شو


د افغانستان – هند او افغانستان – قزاقستان ترمنځ د هوايي دهلیزونو له بریالۍ تجربې وروسته، افغان او ترکي چارواکو نن د سې شنبې په ورځ د کابل د حامدکرزي په هوايي ډګر کې د افغانستان – ترکیې ترمنځ د هوايي دهلیز پرانیسته وکړه.

د دغه هوايي دهلیز له لارې نن له افغانستان څخه ترکیې ته د ۱۵ ټُنه سوداګریزو توکو د لیږد لومړنی پرواز ترسره شو.

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر همایون رسا د افغان – ترک هوايي دهلیز د پرانیستې په مراسمو کې وویل "له نیکه مرغه موږ سږکال هم د یو شمیر هوايي دهلیزونو د پرانیستلو شاهدان یو، چې له دې وړاندې له قزاقستان او نن موږ له ترکیې سره د هوايي دهلیز د پرانیستلو شاهدان یو او ټاکل شې چې په لومړي وار ۱۵ ټُنه افغاني تولیدات چې په کې وچه میوه او غالۍ شاملې دي، د دغه دهلیز له لارې ترکیې ته صادر شي. باید یادونه وکړم چې ترکیې ته د افغانستان صادراتي اقلام مختلف دي او په کې ګیلم، غالۍ، وچې میوې، طبي بوټي او د لاسي صنعت تولیدات شامل دي".

ټاکل شوې د افغانستان – ترکیې هوايي دهلیز له لارې، چې د ۱۵ ټُنه سوداګریزو توکو د لیږدولو ظرفیت لري، هره ورځ له کابل څخه ترکیې ته د ترکیش هوايي شرکت یوه الوتنه ترسره شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې رئیس عتیق‌الله نصرت وویل، چې سوداګر د افغانستان – ترکیې د هوايي دهلیز له لارې نه یوازې ترکیې بلکې اروپايي هیوادونو ته هم خپل سوداګریز توکي صادرولی شي.

د ترکیې سفیر وايي هیواد یې له افغانستان سره د سوداګرۍ په کچه کې زیاتوالی راولي.
د ترکیې سفیر وايي هیواد یې له افغانستان سره د سوداګرۍ په کچه کې زیاتوالی راولي.

د سوداګرۍ او صنایع خونې رئیس له افغان سوداګرو څخه وغوښتل، چې د دغې پروژې د بریا لپاره خپل سوداګریز توکي په نړیوالو سټنډرډونو برابر کړي.

په کابل کې د ترکیې سفیر اوزان ارطغرل وویل، چې هیواد یې هڅه کوي له افغانستان سره د سوداګرۍ په کچه کې زیاتوالی راولي.

هغه وویل "نن موږ دلته د دې لپاره د هوايي دهلیز د پروګرام پرانیسته کوو، چې ترکیه د سیمه‌ییز اتصال له پروژو څخه قوي ملاتړ کوي، دغه هوايي دهلیز به افغان سوداګرو ته فُرصت برابرکړي، ترڅو بهر ته د خپلو سوداګریزو توکو په صادرولو کې زیاتوالی راولي. ترکیه به د خپل افغان خویندو او وروڼو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي".

افغانستان له دې وړاندې له هندوستان او قزاقستان سره هم هوايي دهلیزونه پرانیستلي دي. د سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، چې د افغانستان او عربستان ترمنځ د هوايي دهلیز کارونه هم وروستي پړاو ته رسیدلي او په نږدې راتلونکې کې به پرانیستل شي.

په اوس وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ کچه نږدې اته نیم میلیارد ډالرو ته رسیږي، چې په کې د ۷۸۳ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او شاوخوا اوه نیم میلیارد ډالره واردات شامل دي.

XS
SM
MD
LG