د لاس رسي وړ اتصالات

هاشمي:د افغانستان ٣٧ ولسوالۍ نوماند نلري


د ټاکنو د خپلواک کميسيون يو کميشنراو منشي سید حفيظ الله هاشمی امريکا غږ اشنا سره په مرکه کې وويل:

د افغانستان په ١١١ولسوالیو کې د ټاکنو د قانون له مخې ښځو نظر د هغوئ سهم ته په کم شمير نوماندۍ لپاره نوم ليکنه کړی.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون منشي دا ومنله چې ښځو لپاره د نوماندۍ او نوم ليکنې لازم شرايط نه و برابر شوي اوس په دی هڅه کې دي چې د ټاکنو په پروسه کې د ښځو د گډون کمرنگي جبران او ونډه يي پراخه کړي ترڅو افغان ښځې په سلو کې ٢٥خپل سهم پوره کړي.

ښاغلي هاشمی دا هم وويل چې د افغانستان ٣٧ ولسوالۍ نوماند نلري.

د ټاکنو خپلواک کميسيون د چهار شنبې ورځ د جولاې په ١١ ويلي و، تر دې مهاله نیږدې نهو میلیونو کسانو نوملیکنه کړې ده خو په پام کې ده چې د شلو ولایتونو په ۱۱۱ مرکزونو کې چې کارونه یې ناوخته پیل شوي دي د یوې اونۍ لپاره نوملیکنه وغځول شي.

ښاغلي هاشمي هيله څرگنده کړه چې د ټولو ستونزو سره به بيا هم ټاکنې په خپل وخت تر سره شي.

حفيظ الله هاشمي مرکه دلته اوريدلاې شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:43 0:00
XS
SM
MD
LG