د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه هندواڼې یو کیلو ۳ افغانۍ پلورل کېږي ـ ایوبي


د فراه د سوداګرۍ خونې مسؤلین وايي، د مناسب بازار د نشتوالي له امله په دغه ولایت کې د هندواڼو یو من په ۱۵ افغانۍ پلورل کېږي.

یاد مسؤلین وايي، سږ کال په دغه ولایت کې هندواڼو ښه حصلات ورکړي، خو د مارکیټ د نشتوالي او ټیټې بیې له امله کروندګر خپل لګښت نشي پوره کولای.

د فراه د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صادراتو د پراختیا د څانګې امر حاجي شاکر ایوبي نن شنبه د «غبرګولې پر ۲۵مه» امریکا غږ ته وویل، چې د مارکېټ د نشتوالي له امله د خلکو په ټنونو هندواڼۍ خرابي شوي دي.

هغه وویل:"دا یو واقعیت دی چې څو ورځې مخکې د هندواڼې کېلو په یوه افغانۍ و، خو اوس یې کېلو په درې افغانۍ دی، یعني د فراه من چې پنځه کیلو کېږي پنځه کیلو ۱۵ افغانۍ کېږي، زموږ محصولات زیات دي، ولې بهرنی بازار ورته نه لرو."

د فراه هندواڼۍ د ښه کیفیت او خوند له‌مخې په افغانستان کې له مشهورو څخه بلل کېږي.

په کور دننه د بازار نشتوالی، بهر ته نه لاسرسی، د لارو خرابوالی، د یادو هندواڼو د بیو د ټیټېدو د اصلي لاملونو څخه بلل کېږي.

نوموړي زیاته افغان حکومت باید دوی ته بهرني بازارونه پیدا کړي تر څو د دغه ولایت هندواڼۍ تر سیمه ییزو بازارونو ورسېږي.

پر همدې مهال د فراه د کرنې ریاست مسؤلین هم وايي، چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۲۰زره هکتاره ځمکه د هندواڼو کښتونه شوي چې نسبت تېر کال ته یې حاصلاتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دغه ولایت د کرنې رئیس عبدالمنان متین د شنبې په ورځ د «غبرګولې پر ۲۵مه» امریکا غږ ته وویل، چې سږ کال په دغه ولایت کې د ۸ سوه زره ټنو هندواڼو د تولیداتو وړاندوینه شوې ده.

هغه وویل:"ښه مشورې، ځیني روزنیز پروګرامونه، پر او خت او زمان د مرضونو کنټرول او ښه پرېمانه اوبه او یو لړ نور بېلابېلا پروګرامونه د دې لامل شوي چې سږ کال په فراه کې د هندواڼو حاصلات زیات شي."

د فراه ولایت د هندواڼو حاصلات د تیرې یوې میاشتې راپدېخوا رسېدلي چې دا مهال د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې پلورل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان جمهوري ریاست د معلوماتو له‌مخې ولسمشر غني د افغان علماء سرتاسري شورا غونډه کې ویلي چې د فراه ولایت د بزګرانو اندېښنو ته په کتلو به د دغه ولایت هندواڼۍ په کندهار کې د ۲۰۵ اتل او د هلمند ۲۱۵ میوند قول اردګانو لپاره له بزګرانو اخیستل شي.

XS
SM
MD
LG