د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام: هالنډ د افغانستان خلاف لومړۍ توپ وهنه کوي


د افغانستان ورو توپ اچوونکي مجیب الرحمن په لومړني اوور کې د هالنډ پرانیستونکی توپ وهونکی ویسلي بارسي وسوځاوه.
د افغانستان ورو توپ اچوونکي مجیب الرحمن په لومړني اوور کې د هالنډ پرانیستونکی توپ وهونکی ویسلي بارسي وسوځاوه.

د کرکټ په نړیوال جام کې د جمعې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۲) هالنډ له افغانستان سره د لوبې پچه وګټله او لومړی توپ وهنه کوي.

د هند په لکنو کې په دې لوبه کې، د افغانستان په لوبډله کې نن د نوین الحق پر ځای ورو توپ اچوونکی نور احمد لوبیږي.

دا په روان نړیوال جام کې د افغانستان اوومه لوبه ده. افغانستان د تیرو شپږو لوبو درې ګټلي دي.

هالنډ هم په روان جام کې تر اوسه شپږ لوبې کړي او دوه یې ګټلي دي.

د افغانستان او هالنډ تر منځ تر اوسه د ترسره شویو نهو نړیوالو ۵۰ اوریزو لوبو اووه افغانستان ګټلي دي.

د افغانستان لوبډله: رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي (کپتان)، عظمت الله عمرزی، اکرام علیخیل، محمد نبي، راشد خان، مجیب الرحمن، نور احمد، فضل الحق فاروقي.

د هالنډ لوبډله: میکس اوډوډ، ویسلي بارسي، کولن اکرمن، سیبرنډ اینجلبریچ، سکاټ اډوارډز (کپتان)، باس ډی لیډ، ثاقب ذوالفقار، لوګان وان بیک، رویلوف وان دیر میرو، ارین دت، پال وان میکرین.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG