د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان اټومي ساینس پوه: ما هیله لرله چې له هندوستان څخه به ویره و نه لرو


د پاکستان د زروي پروگرام بنسټ اېښدونکی، عبدالقدیر خان، وروسته له هغه چې د زروي ټیکنالوژي د پلورلو اقرار یې وکړ، تر اوسه پټه خوله پاتې شوی و.

خو هغه د امریکا غږ له خبریال ایازگل سره په دې هکله خبرې وکړې او د زروي ټیکنالوژي د خپرولو تورونه یې رد کړل.

د څلو یښتو شا و خوا اسلام پالو د قدیر خان کور ته نږدې مظاهره وکړه او د قدیر خان د خلاصه ولو غوښتنه یې وکړه.

دغه اټومي ساینس پوه له دو زره څلورم کال راهیسې له هغه وروسته نظر بند دی چې کله یې ایران، لبیا او شمالي کوریا ته د زروي ټیکنالوژي انتقالولو اقرار وکړ.

جمهور رئیس پرویز مشرف، خان و بښو او ټینگار یې وکړ چې بل هیڅ جگپوړی چارواکي د هغه د زروي وسلو په قاچاق خبر نه و. خو وروسته مشرف د امریکا هغه غوښتنې پرله پسې رد کړې چې له قدر خان سره مخامخ وگوري.

له امریکا غږ سره په مرکه کې قدیر خان و ویل چې جمهور رئیس مشرف د امریکا تر فشار لاندې کار کوي، او د ده خلاف تورونه دروغ دي.

د می په اتویشتمه له الجزیره ټلویزیون سره په یوه بله مرکه کې خان و ویل چې که دی ازاد نه شي نو دی نورې لارې لري.

هغه نورې لارې په گوته نه کړې، خو دا یې و ویل چې دی ډېر چپ پاتې شوی.

له امریکا غږ سره په مرکه کې خان په پاکستان او بهر کې د نورو په هکله هم و غږدو: "‎کله چې مونږ د زروي وسلو په پروگرام کار کاو نو زمونږ احساسات، هدف او نظریه هغو خلکو ته ورته وه چا چې پاکستان جوړ کړ. ما هیله لرله چې له هندوستان څخه به ویره و نه لرو او د خپلو خلکو پرمختیا او ښېگړې ته به پاملرنه وکړو."‎

خان و ویل چې نړیواله ټولنه باید د پاکستان له خلکو سره د ښوونې په ډگر کې مرسته وکړي چې پاکستان یو ډیموکراټیک او باثباته هیواد جوړ شي.

XS
SM
MD
LG