د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په گڼو برخو کی د کولرا مرض 'د خپریدو په حال کی دې'


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې که پدې هیواد کې د پاکو او څښلو وړ اوبو نشتوالي ته پوره پاملرنه نشي او د خلکو دا اړتیا پوره نشي نو ددې امکان شته چی زیات شمیر خلک د مرگ گواښ سره مخامخ شي.

د روغتیا د وزارت مرستیال عبدالله فهیم په کابل کی د نړیوالی روغتیایی موسسې د افغانستان د څانگې مشرئ داکترې رڼا کاکړسره نن په یوه گډ خبري کنفرانس کی خبریالانو ته وویل چی د افغانستان په گڼو برخو کی د پاکو اوبو د نشتوالي له امله د کولرا مرض د خپریدو په حال کی دې.

هغه وویل اوس یوازی د افغانستان پنځه ویشت فیصده خلک پاکو اوبوته لاس رسي لري. د هغه په قول سمنگانو، فاریاب، لغمان، نورستان، او ننگرهار د هغو ولایتونو په ډله کی دی چی زیاتره د اسهال د ناروغي د لا خپریدو سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG