د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ویزې د لاترۍ نتایج اعلان شول


هغو کسانو چې د ٢٠٠٨م کال د اکتوبر له دوهمې نیټې نه د دسمبر تر اولې نیټې پورې د امریکا د ویزې د ٢٠١٠م کال د لاترۍ فورمې ډکې کړي دي، کولای شي معلومه کړي چې نوم یې په لاترۍ کې وتلی او که نه.

د خپلې نتیجې د معلومولو لپاره دا ویب سایټ وگورئ:

http://dvlottery.state.gov/ESC/

په پورتني ویب سایټ کې ستاسو نه غوښتل کیږي، چې خپل نوم او د زیږېدلو کال ولیکئ او هغه نمبر داخل کړئ چې په انټرنیټ کې د لاترئ د فورمې د ډکولو پر وخت درکړل شوی دی.

د ٢٠١٠م کال د لاترۍ دا نتایج سر د ٢٠٠٩ کال د جولای له اولې نه د ٢٠١٠ کال د جون تر ٣٠مې پورې پر پورتني ویب سایټ کې موجود دي.

د ٢٠١١م کال د ویزې د لاترئ لپاره هم په نږدې راتلونکي کې ثبت نام پیلږي، موږ به تاسو ته د رادیو او خپل ویب سایټ له لارې معلومات درکړو.

XS
SM
MD
LG