د لاس رسي وړ اتصالات

خوستي ځوانان د نشه یي توکو د مخنیوي پر لارو چار غور کوي


د خوست په صبري او يعقوبي ولسواليو کی په نشه توکو د روږدو کسانو شمېر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00

بشپړ راپور په دغه ویډیویي راپور کې کتلی شئ

د خوست د صبري او يعقوبي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې پدغه ولسوالۍ کې په نشه توکو د روږدو کسانو شمېره مخ په زیاتېدو ده.

دوی وايي که پدغه ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د خرڅلاوو او استعمال مخه ونه نیسي، نو ښايي د اعتیاد ستونزه لا پسې زیاته شي.

د صبري او يعقوبي ولسوالۍ دا ځوانان هره جمعه د کرکټ په دغه لوبغالي کې پر دې غږيږي، چې څنګه کولای شي، په دغه ولسوالۍ کې په بشپړ ډول د مخدراتو د خرڅلاو او استعمال مخه ونيسي.

دا ګام وروست له هغه اوچت شوی، چې په دغه ولسوالۍ کې د روږدو کسانو شمېر مخ پر ډېرېدو و. دوی له هغه چا سره د اړيکو د پرې کولو ګواښ کړی چې له دې وروسته نشه يي مواد خرڅ او يا وڅکوي.

په خوست کې د کوکنارو کر نه کیږي خو له نورو ولايتونو څخه دې ولايت ته د نشه يي موادو قاچاق،يو شمېر کسانو ته د کاروبار او لسګونو زرو خلکو ته د اعتياد زمينه برابره کړې ده.

د صبري او يعقوبي ولسوالۍ اوسېدونکي له حکومت نه غوښتنه لري چې دوی هم د نشه يي توکو د کاروبار په مخنيوي او دغه راز د روږدو کسانو په درملنه کې خپل پوره مسووليت اداء کړي.

د نورو هڅو ترڅنګ له خوست ښاره دغې ولسوالۍ ته د غځېدلي سړک په اوږدو کې د مخدراتو د زيانونو په اړه بېنر هم لګيدلي دي. ددې ولسوالۍ ځوانان باوري دي چې له مبارزې به ښه نتيجه ترلاسه کړي.

په ټوله کې اندېښنه دا ده، چې په مرکز او ولسواليو کې مخدراتو ته اسانه لاسرسی ددې لامل شوی، چې د روږدو کسانو شمېر کال تر بل مخ پر ډېرېدو دی. په دوی کې يو شمېر ماشومان هم شامل دي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG