د افغانستان د څارویو یو شمېر سوداګر او شپانه وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر لویو لارو محدودیتونو اړ کړي دي چې په سلګونو څاروي د غرونو او لیرو پرتو سیمو له لارې د ډيورنډ له کرښې په قاچاقي ډول پاکستان ته واړوي.
د پېښور د "رینګ روډ" د څارویو په منډيي کې له افغانستان څخه د راوړل شویو پسونو پلورونکي وايي، څاروي یې د ځايي څارویو په پرتله په ټیټه بیه پلورل کیږي او د لارې لوړ خرڅ نه پوره کوي. په دې منډیي کې څاروي د لوی اختر د قربانۍ لپاره پلورل کېږي.
د لغمان ولايت اوسېدونکى ځاځی خان وايي، په تېرو اوو ورځو کې یې نږدې ٦٠٠ پسونه له سختو لارو له افغانستان څخه د پاکستان لورې ته اړولي دي. ځاځی خان امریکا غږ ته وویل: "افغانستان ډېر پسونه او وزې لري، که موږ يې دلته د خرڅلاو لپاره را نه وړو، هلته پلور نلري."
د څارویو پلورونکي وایي پر رسمي لویو لارو بندیزونو مجبور کړي دي چې له قاچاقي لارو خپل څاروي ولېږدوي.
ځاځی خان وايي: "طالبان موږ ته اجازه نه راکوي چې دا پسونه دې غاړې ته راوړو، موږ د شپې په غلا دا مالونه دې غاړې ته راړو، د ورځې يې نشو راړولی. شپږ ورځې او شپې په غرونو مزل کوو. په لارو او مزدورانو د هر پسه په سر شاو خوا پنځه زره مصرف راځي."
په پېښور کې د پسونو بیه له ۳۵ زرو څخه تر ۱۰۰ زرو کلدارو پورې ده. یو شمېر ځايي خلک وايي، د خراب اقتصادي وضعیت له کبله په ارزانه بيه له افغانستان څخه د راوړل شویو پسونو پېرل غوره ګڼي.
د پېښور یو اوسېدونکی همایون خان وايي: "افغان پسونه د پاکستانیانو په پرتله ارزانه دي، هغه په اویا اتیا زره او دا په شپیته زره دي، نو موږ یې د اخیستلو لپاره راغلي یو."
تر اوسه يوازې د پېښور د رینګ روډ منډيي ته له افغانستان څخه څه دپاسه دوه زره پسونه راوړل شوي دي. د څارویو سوداګرو د دواړو غاړو له چارواکو غوښتي چې د څارويو د تګ راتګ لپاره دې اسانتياوې برابرې کړي، څو د قاچاق لارو ته اړ نه شي.