د لاس رسي وړ اتصالات

نبي: د کرېکټ په نړیوال جام کې به حیرانوونکې لوبې وکړو


نبي عیسی خیل وايي افغان لوبغاړي نړیوال جام ته له یو قوي پلان او هوډ سره ور روان دي.
نبي عیسی خیل وايي افغان لوبغاړي نړیوال جام ته له یو قوي پلان او هوډ سره ور روان دي.

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې کپټان محمد نبي عیسی خیل وايي د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام کې به حیرانوونکې لوبې وکړي.

ښاغلي عیسی خیل د امریکا غږ ته وویل چې افغان لوبغاړي له یو قوي پلان، احساساتو او پیاوړي هوډ سره نړیوال جام ته ور روان دي.

د ۲۰۱۵ کال د کرېکټ نړیوال جام په راتلوونکې فبرورۍ کې په اسټرالیا او نیوزلینډ کې پیلیږي چې، د افغانستان په ګډون په کې ۱۴ هېوادونه برخه لري.

افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې په لومړي ځل دغه جام ته وتلی دی چې په اول پړاو کې به یې شپږ لوبې کوي.

د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي عیسی خیل وویل " زموږ اول وار دی چې د یوې ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې برخه اخلو، هڅه او پلان مو دا دی چې داسې لوبه وکړو چې خلک حیرانه کړو، لومړی پلان مو دا دی چې د نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاوو ته ځان ورسوو."

افغانستان خپله لومړنۍ لوبه د فبرورۍ په ۱۳ نېټه له بنګلدیش سره کوي، افغانستان او بنګلدیش یو وارې د ۵۰ اورونو سیالي کړې چې افغانستان ګټلې ده.

کپټان عیسی خیل وايي " زموږ ډېر پام به له بنګلدیش سره اولنۍ لوبې ته وي، انشاالله چې بنګلدیش نه یې ګټو. موږ سره په ګروپ کې قوي لوبډلې شته، خو هېڅوک به زموږ د پرمختګ مخه ونه شي نیولی. "

افغانستان پر بنګلدیش او دوو کوربنو لوبډلو سربېره له انګلینډ، سریلنکا او سکاټلینډ سره هم لوبې لري.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د ۳۰ لوبغاړو یو لست خپور کړی چې له دغې ډلې به یې ۱۵ نړیوال جام ته غوره کیږي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ د ۳۰ لوبغاړو یو لست خپور کړی چې له دغې ډلې به یې ۱۵ نړیوال جام ته غوره کیږي.

افغانستان له سریلنکا او اسټرالیا سره یوه ورځنۍ لوبې کړې او بایللې یې دي، د نیوزلینډ پر الف لوبډله یې هم یوه لوبه بایللې ده، له انګلینډ سره یې دا ډول لوبه نه ده کړې او سکاټلینډ ته یې پرلپسې ماتې ورکړې دي.

ښاغلی عیسی خیل وايي ټول لوبغاړي یې ښه دي، خو په نړیوال جام کې به د هیلو سترګې ډېرې ځوان منډه جوړوونکي عثمان غني او تیز توپ اچوونکي حمید حسن ته واوړوي.

حمید حسن تازه له خپلو ټپونو رغیدلی او د متحدو عربو اماراتو سره په خپلې وروستۍ لوبې کې پنځه لوبغاړي وسوځول او عثمان غني د ملي لوبډلې نوی غړی دی چې لوبه یې ډېره د پام وړ او ستایل کیږي.

افغان کپټان نبي عیسی خیل له متحدو عربو اماراتو سره د وروستیو ماتو اصلي علت دا په ګوته کړ چې لوبډله یې ډېره ستړې وه او بله دا چې د دوی پام د لوبې د ګټلو پر ځای، د نړیوال جام لپاره د لوبغاړو غوراوي ته و.

افغانستان څو ورځې وړاندې په متحدو عربو اماراتو کې له کوربه هېواد سره د څلورو یوې ورځنیو لوبو لړۍ یوه درې وبایلله.

افغان لوبغاړي اوس ارام کوي او په را روانو شاوخوا دوو اونیو کې به بیا متحدو عربو اماراتو ته ځي چې د نړیوال جام لپاره خپل تمرینونه پیل کړي.

افغانستان وار د مخه د نړیوال جام سیالیو لپاره د ۳۰ لوبغاړو یو لست خپور کړی چې له دغې ډلې به یې ۱۵ نړیوال جام ته ټاکل کیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG