د لاس رسي وړ اتصالات

نور علي: د کرکټ نړیوالو لوبو ته پوره چمتو شوی یم


رمیز راجا د تخنیک له پلوه د نور علي لوبه د پاکستان د یوه پخواني او وتلي توپ وهونکي، جاوید میانداد سره پرتله کوي.
رمیز راجا د تخنیک له پلوه د نور علي لوبه د پاکستان د یوه پخواني او وتلي توپ وهونکي، جاوید میانداد سره پرتله کوي.

نور علي ځدراڼ د افغانستان لومړنی توپ وهونکی دی چې په ۲۰۱۰ کال کې د ۲۰ اورونو په نړیوالو سیالیو کې یې د هند په خلاف یوې لوبې کې ۵۰ منډې وکړې.

دی د اوږې او د ملا د ټپونو له کبله له لسو میاشتو راهیسې له لوبډلې کېنول شوی، خو اوس د افغانستان په الف ټیم کې سرېلنکا ته تللی او هلته په دوو څلور ورځنیو سیالیو کې ولوبېد.

ده په یوې لوبې کې ۹۴ منډې وکړې او په نورو کې ډېر ونه ځلېد خو د هغه د مینوالو لپاره زیری دا دی چې " اته ورځې پرلپسې په میدان کې ولاړ وم، لوبې مې وکړې، د ملا او اوږې کوم دردونه چې مې وو، اوس الحمد الله نشته، رک روغ یم. "

بېرته ملي لوبډلې ته ځم

نور علي ځدراڼ د امریکا غږ اشنا سره په مرکې کې وویل اوس هڅه کوي چې د ملي لوبډلې د روزنکو پام ځان ته واړوي چې بېرته یې لوبډلې ته ور وبولي.

ده وویل "د سرېلنکا د پرمختیا له لوبډلې سره لوبې زما لپاره ښې وې، په اکتوبر کې له زمبابوې سره لوبې لرو، زه به خپل ټول کوښښ وکړم چې کرکټ بورډ ته خپله لوبه او فټنس – فزیکي حالت- وښیم، انشاالله چې بېرته به لوبډلې ته ولاړ شم. "

دی وايي د کرکټ له دریو ډولونو لوبو نه ډېر خوند اخلي، خو څلور ورځنۍ او یوه ورځنۍ لوبې ورته په زړه پورې دي.

په خوست کې زېږېدلی نور علي ځدراڼ په همدغه ولایت کې کرکټ زده کړی او له شاوخوا لسو کلونو راهیسې د افغانستان لپاره لوبې کوي.

د کرکټ د چارو وتلی کارپوه رمیز راجا د تخنیک له پلوه د نور علي لوبه عالي بولي د توپ وهنې طریقه یې د پاکستان د یوه پخواني او وتلي توپ وهونکي، جاوید میانداد سره پرتله کوي.

له نوروز سره لوبه خوند راکوي

نورعلي اوپنر یا د لوبې پيل کوونکی لوبغاړی دی. د هغه په غیاب کې جاوید احمدي، عثمان غني، افسر ځاځي، نوروز منګل، کریم صادق او شهزاد محمدي د افغانستان لپاره د لوبې پیل کاوه.

نور علي لومړنی افغان لوبغاړی دی چې د ۲۰ اورونو په نړیوال جام کې یې ۵۰ منډې کړي دي.
نور علي لومړنی افغان لوبغاړی دی چې د ۲۰ اورونو په نړیوال جام کې یې ۵۰ منډې کړي دي.

نور علي له دغو ټولو لوبغاړو سره د یو ځای لوبې کولو تجربه لري خو وايي چې له نورو منګل سره لوبه خوند ورکوي.

نور علي وايي " له نوروز منګل سره لوبه خوند راکوي. نوروز تجربه لرونکی دی، لوبه درته ډېره اسانه کوي، د میدان له حالت نه دې خبروي، د هر بالر په اړه درته معلومات درکوي، بس تاته ضرورت نشته چې خپل ماغزه وخوري هغه درته هرڅه وايي. "

نور علي ځدراڼ د اسیا کپ په سیالیو کې د نړۍ د مشهورو او چټکو توپ اچونکو سره مخامخ شو، خو وايي چې د نړۍ له هېڅ توپ اچونکي څخه یې سترګې نه سوځوي" تاسو په اسیا کپ کې ولیده چې د ۱۴۵ په سرعت کې بالونه مې ولوبول، د نړۍ له هېڅ بالر نه مې سترګې نه سوځوي. "

بخت راسره یاري نکوي

نور علي په دومره موده کې په لوبډلې کې د خپل نشتوالي اصلي لامل، بد قسمتي بولي " بس د قسمت خبرې دي، ماسره قسمت یاري نه کوي. په کرکټ کې خو انجرز – ټپونه،ناروغتیاوې- وي، خو زما ډېر شول."

دی اوس د افغانستان له الف لوبډلې سره په سرېلنکا کې دی، ټاکل شوې چې الف لوبډله به د سرېلنکا له یو شمېر نورو سیمه اییزو لوبډلو سره څلور یوه ورځنۍ سیالۍ کوي.

د دغو سیالیو اصلي هدف د ښو لوبغاړو په ګوته کول او ملي لوبډلې ته یې ورپېژندل دي. دغه لوبې به له شک پرته د نور علي په ګډون ډېرو نورو لوبغاړو ته هم مهمې وې، ځکه چې افغانستان په راتلونکو میاشتو کې نړیوالې لوبې لري او هر لوبغاړی هڅه کوي چې ملي لوبډلې ته لاره وکړي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG