د لاس رسي وړ اتصالات

کرېکټ:افغانستان د اسیا د غوره لیګ سیالیو اتل شو


د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د اتلولۍ خوښي کوي
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د اتلولۍ خوښي کوي
افغانستان د اسیا د کرېکټ شورا د غوره لیګ سیالیو اتلولي وګټله، افغان ملي لوبډلې په خپلې وروستۍ لوبه کې نیپال ته په ۱۰۸ منډو ماتې ورکړه .

د اسیا د کرېکټ شورا غوره لیګ سیالۍ په مالیزیا کې د مۍ په لومړۍ نېټه پیل شوې وې او نن ( مۍ ۷) پای ته ورسېدې، چې پر افغانستان سربېره، نیپال، متحدو عربو اماراتو، هانګ، عمان او مالیزیا هم په کې برخه لرله .

افغانستان خپله دریېمه لوبه مالیزیا ته وبایلله او پاتې نورې ټولې لوبې یې وګټلې .

په ننۍ لوبه کې نیپال پچه وګټله او افغانستان ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه، دوو ځوانو افغان لوبغاړو عثمان غني او حشمت الله شهیدي پنځوس پنځوس منډې وکړي، چې په دې سره افغانستان نیپال ته د ۲۶۳ رنزونه هدف وټاکه .

په بالرانو کې دولت ځدراڼ د نیپال څلور لوبغاړي وسوځول او د افغانستان له لورې د ورکړل شوي هدف ترلاسه کول یې ورته لا ستونزمن کړل .

د نېپال د منډو جوړولو پر مهال باران وشو او لوبه یې ټکنۍ کړه، د کرېکټ د نړیوالو اصولو له مخې د لوبې له ټاکل شویو پنځوسو اورونو نه یې اتلس کم شول او نیپال باید په ۳۲ اورونو کې ۲۳۷ رنزونه کړي وای چې اتلولي خپله کړي.

خو نیپالي منډه جوړونکي افغان بالرانو ته ډېر ټېنګ نه شول او په ۳۲ اورونو کې یې یوازې ۱۲۸ رنزونه وکړل او افغانستان ته یې لوبه وبایلله .

ځوان لوبغاړي عثمان غني د افغانستان د ۱۹ کلنې لوبډلې لوبغاړی دی چې په لومړي ځل د خپل هېواد په ملي لوبډلې کې ولوبېده ، ده په دغو سیالیو کې درې وارې ۵۰ رنزونه وکړل .
عثمان غني په لومړي ځل د افغانستان د ملي لوبډلې د خولۍ په سر کولو ویاړ ترلاسه کړ، دی د ټولو سیالیو غوره منډه جوړونکی و ټاکل شو
عثمان غني په لومړي ځل د افغانستان د ملي لوبډلې د خولۍ په سر کولو ویاړ ترلاسه کړ، دی د ټولو سیالیو غوره منډه جوړونکی و ټاکل شو


دغه ځوان لوبغاړي په خپلو پنځو لوبو کې ۲۲۸ رنزونه وکړل او د ټولو سیالیو غوره منډه جوړونکی هم و ټاکل شو ، په نړیوالو یوې ورځنۍ لوبه کې د نوموړي تر ټولو ډېرې منډې ۷۰ دي.

عثمان غني د لوبې پایلوونکی یا اوپنر بیټسمن او ورو توپ اچونکی دی، له بل افغان اوپنر نورعلي ځدراڼ سره د ده یو ځای لوبېدل ډېر ارامه او تخنیکي و .

پر افغان کرېکټ بورډ وخت ناوخت دا نیوکه کېدله چې ، په ملي لوبډلې کې ځوانو لوبغاړو ته د لوبېدو چانس نه ورکوي، خو کرېکټ بورډ د مالیزیا سیالیو ته په لومړي وار د څلورو پخوانیو لوبغاړو نوروز منګل، کریم صادق، اصغر ستانګزي او محمد شهزاد پر ځای نويو ځوانانو ته د لوبېدو چانس ورکړ.

ناصر جمال او مجتبی دوه نور نوي ځوان لوبغاړي و چې له ۱۹ کلنې لوبډلې ملي لوبډلې ته په لومړي ځل راوستل شوي او په ملي لوبډله کې ولوبول شول .

له شک پرته چې افغانستان ته د اسیا د کرېکټ شورا د غوره لیګ اتلولي یو ویاړ دی خو، د نویو ځوانانو ښې لوبې د دغه هېواد د کرېکټ راتلونکي ته یو بل ښه زیر هم بلل کېدی شي .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG