د لاس رسي وړ اتصالات

ایران او افغانستان د نشه يي توکو پر ضد ګډه مبارزه کوي


د دغې هوکړې یوه مهمه برخه د افغانستان او ایران تر منځ د نشه‌يي توکو پر وړاندې ګډې مبارزې ته ځانګړې شوې ده.
د دغې هوکړې یوه مهمه برخه د افغانستان او ایران تر منځ د نشه‌يي توکو پر وړاندې ګډې مبارزې ته ځانګړې شوې ده.

افغان ولسمشر تهران ته په خپل لومړي دوه ورځني سفر کې له ایراني چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پر ګډو همکاریو هوکړه کړې ده.

د دغې هوکړې یوه مهمه برخه د افغانستان او ایران تر منځ د نشه‌يي توکو پر وړاندې ګډې مبارزې ته ځانګړې شوې ده.

که څه هم لا تر اوسه د دغې هوکړې جزئیات په ډاګه شوي نه دي خو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یو شمیر افغان څېړونکي د نشه‌يي توکو پر وړاندې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو ګډه مباره یوه اړتیا ګڼې او وايي چې په دې برخه کې ګډه مبارزه د ټولو په ګټه ده.

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پخوانی وزیر دین محمد مبارز راشدي، په سیمه کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې ګډه مبارزه یو مثبت ګام ګڼي خو وايي چې له دې مخکې هم پر ګډې مبارزې هوکړې شوې دي او په دې برخه کې افغانستان د سیمه‌ایزو همکاریو یو میکانیزم هم جوړ او له شپږو ګاونډیو هېوادونو سره يې شریکې کړې دي خو په خبره یې لا هم د نشه‌يي توکو ستونزه هماغسې په خپل ځای پاتې ده.

ښاغلی راشدي په دې باور دی چې د نشه‌‌يي توکو پر وړاندې مبارزه هغه مهال بریالۍ ثابتېدلای شي چې د سیمې هېوادونه په دې برخه کې سیاسي شخړې شاته پرېږدي او رښتینې مبارزې ته ژمن پاتې شي.

دی وايي "ایران یو له هغو هېوادونو دی چې باید په ډېره جدي توګه د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه کې او د لویو سیمه ایزو او نړیوالو قاچاقوړونکو په تعقیب کې ځان مسؤل وګڼي، په دې برخه کې زما دا باور دی چې هم ایران او هم افغانستان باید دا موضوع د ټولو سیاسي شخړو پرته د انساني او بشري ګواښ او د دواړو هېوادونو لپاره یوه بدنامي وګڼي او دا همکارۍ جدي وګڼي، هغه مهال به بیا دا هوکړې د دواړو هېوادونو لپاره ګټورې ثابتې شي".

ښاغلي راشدي وویل افغانستان له دې مخکې هم له ایران، پاکستان او تاجکستان سره د نشه‌يي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې هوکړه کړې وه خو په عملي توګه یواځې تاجکستان له افغانستان سره د نشه‌يي توکو د قاچاقوړونکو د نیولو لپاره ګډ عملیات ترسره کړل چې په ۲۰۱۴ کال کې د تیرو ۱۴ کلونو په پرتله زیات شمیر قاچاقوړونکي ونیول شو خو نورو هیوادونو په دې برخه همکاري ونکړه.

دغه راز، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې بل پخوانی وزیر جنرال خدایداد هزاره د افغانستان او ایران تر منځ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې د هوکړې پر عملي کولو ټینګار کوي او وايي لس کاله مخکې هم د افغانستان، پاکستان او ایران تر منځ ورته درې اړخیزه هوکړه شوې وه خو په عملي برخه کې د پام وړ همکاري موجوده نه وه.

ښاغلي خدایداد وویل ایران د هغو هیوادونو په کتار کې دی چې د نړۍ په کچه د نشه‌يي توکو روږدي کسان ورکې ژوند کوي او زیاته یې کړه چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره د ایران د همکاریو ډيره ګټه پخپله ایران ته رسیږي.

"هغه شمیر نشه‌یان چې په ایران کې دي زما په فکر د نړۍ ډیرو هیوادونو کې نشته، ایران ته له دې اړخه ډير زیان اوښتی دی ځکه، چې د افغانستان له لویدیځو پولو څخه ایران ته د نشه‌يي توکو د قاچاق زیاتې لارې شته دي او ایران د افغانستان او پاکستان په پرتله زیات زیان ویني، په همدې خاطر زه فکر کوم چې ایران او افغانستان به په دې برخه کې له ګډو همکاریو زیاتې ګټې پورته کړي".

د افغانستان او ایران مشرانو په داسې حال کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د امنيتي او اطلاعاتي همکاریو پر سر ټينګار کړی او دواړو هېوادونو په دې اړه له یو بل سره د همکاريو ژمنه کړې چې لا هم افغانستان د نشه‌يي توکو د کر او تولید په برخه کې د نړۍ په کچه لومړۍ هیواد پېژندل کیږي.

XS
SM
MD
LG