د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د ټاکنو لپاره لسګونه پولیسې وګمارل شوې


افغانې پولیسې
افغانې پولیسې
له لویه سره هم په پښتنې ټولنه کي حاکم دودونه داسي دي چي ښځې نشي کولای په اسانۍ او د کورنۍ له اجازې پرته د باندې ووځي او رايه واچوي،خو د اځل په کندهار کي په يوه نسبتآ نوې هڅه کي لس ګونه پولیې پر دندو ګمارل شوي چې، مېرمنو د رايي اچونې پر ورځ زمېنې برابرې کړې .

د تازه فارغ شویو ښځینه پوليسو شمېر ۴۰ ته رسیږي چي تر ډیره به د رایه ورکولو د ښځینه مرکزونو امنیتي چاري مخ ته یوسي .

د کندهار امنیه قومندان او د جنوبي ولایاتو اپراتیفي مشر تورنجنرال عبدالرازق په یوه خبري ناسته کي وویل چي د ټاکنو د ورځي لپاره يې له ځینو نورو ادارو څخه په موقتي ډول ځیني نوري ښځینه ماموریني هم تر روزنې لاندي نیولي:

« په مجموع کي په سرحدي او امنیتي پوليسو کي موږ ته د کورنیو چارو وزارت له لوري د راکړل شوي تشکیل نیمايي پوره کړی دی او دا ښه خبر دی چي نن موږ ۴۰ پوليسي فارغې کړې ، خو بیاهم موږ ښځینه پوليسو ته اړتیا لرو او د ټاکنو د ورځي لپاره موږ د ښځو چارو ریاست او معارف ریاست څخه يو شمېر ماموریني استخدام کړي، د کورنیو چارو وزارت ښوونکي زده کړه ورکوي چې ښځینه رایه ورکونکي د ټاکنو په ورځ سالمې رهنما کړي .»
افغانې پولیسې د روزنې پر مهال
افغانې پولیسې د روزنې پر مهال
جنرال رازق په ټاکنو کي د امنیتي ادارو پر بې طرفۍ ټينګار وکړ ، او زیاته يې کړه چي د نېش ولسوالۍ امنیه قومندان يې له خپلې دندې په ناوړه ګټه اخیستنې لېري کړی .

دغه راز نوموړي پرته له د ې چي د کوم چا نوم واخلي وویل چي یو شمېر څېرې په قصدي ډول غواړي چي سر له اوسه د جنوبي سیمو د رایو د روڼ والي په باب شکونه را پیدا کړي .

تر دې مخکي د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندانو پر جنرال رازق داسي تورونه پوري کړي چي د یوه مشخص کاندید په ګټه کار کوي .

ده وویل:

« د کندهار امنيتي ځواکونه د هیچا طرف نه کوي ، او دنېش امنیه قومندان مو پدې خاطر له دندي څخه بر طرفه کړ چي خلګو يې په اړه راته شکایت وکړ ځکه د ولایتي شورا د یوه ځانګړي نوماند په ګډه يې کار کاوه ، نو ددې پر ځای چي د یوه کس لپاره زموږ د ټول ملت رایه سوځول کیږي پدې برخه کي موږ اقدام کړی او کوو يې ، او د خلګو څخه مي هم دا غوښتنه ده چي د نورو خلګو پر حق دي د شخصي ګټو لپاره تعرض نه کوي ، دلته موږ پدې حوزه کي په میلیونونو نفوذ لرو ، او دا انتقاد شاید سیاسي رقابتونه وي که دلته څوک رایه ورنکړي ، نو دا حوزه به هم را تلونکی حکومت د ځان ونه بولي او هر حکومت چي دلته راځي هغه به بیا ورته نا مشروع وي .»


په کندهار کي د ټاکنو کميسیون ټول پنځه سوه او شپېته زره کسان د رايې ورکولو مستحق پيژندلي چي د رایه ورکولو په ۲۴۴ مرکزونو کي به خپله رایه وکاروي .

له امنیتي پلوه چارواکي ډاډ څرګندوي چي د رایه ورکونکو لپاره يې بشپړه تیاری نیولی او د هر راز ممکنه امنيتي پېښي د مخ نیوي لپاره به خپل وروستۍ عکسلعمل څرګند کړي .
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG