د افغانستان د انتخاباتو کمسیون په داسې حال کې د انتخاباتو د دویم پړاو د رایو په تفتیش او شمیرلو بوخت دی چې دواړه انتخاباتي ټیمونه د ملی وحدت د حکومت د جوړولو په برخه کی له ستونزې سره مخامخ ديږ
ددغې شخړې اواریدل به دا فرصت برابر کړي چې نوی جمهور رئیس ملک ته د وفاداری قسم وکړی او د لوړې د مراسمو نه پس د چارو واگې په لاس کې واخلې.
مگر د افغانستان دپاره د ملگرو ملتونو خاص استازی د اگست په ٢٩ مه وویل، د رایو د تفتیش نه داسې ښکاری چې نتیجه به د سپتمبر په دویمه اعلان نه شی. که قدرت په ټاکلي وخت نوي جمهورریس ته و نه سپارل شي او جمهور رئیس کرزی په قدرت کې پاتی کیدلی نه شی، نو د حل لاره به کومه وي؟
د محور د ورځپاڼې مسول مدیر مطیع الله اباسین په فکر، د انتخاباتو نتیجه معلومه ده خو اوس د نتیجی په هکله موضع گیرۍ ډیرې سیاسې شویدي. د جمهوری ریاست د کاندیدانو انتخاباتي ټیمونه، اوس ددې، نتیجو د لاری په یو بل فشار راوړي چې خپله بریالی شي.
اما، اساسا د اجراییوي مقام او ځنو نورو مسلو په سر ستونز په سرده.
ښاغلي اباسین دغه خبرې د امریکا غږ سره په مرکې کړیدی. ده په همدی باره کی وویل:
د ښاغلي اباسین په نظر په دې انتخباتو کې یوه بله مسله او پیچلتیا داده چې یو ټیم چې گټونکی نه دی هغه د انتخاباتو ترمشروعیت دی ته ترجیح ورکوي چې، نتیجه په دې جنجال کې پټه شی، او داسی معلومه شی چې گوندی د انتخاباتو نه څه جوړ نه شول، نو ځکه گټونکی او بایلونکی په کی معلوم نه شو.
مطیع الله اباسین وایي همدغه فشارونه ددې سبب شوي هم وو چی یو کاندید د خپل سیال کاندید سره د خپلې موافقې نه واوښت، او د مشترک حکومت په جوړولو کې پرمختگ و نه شو.
ښاغلی اباسین په دې نظر چې امریکا او ملگري ملتونه هڅه کوي چې دا کاندیدان یوې سیاسي موافقې ته ورسیږي. بل پلو ښه دریم گړی، حکومت ؤ خو متاسفانه هغه د یو انتخاباتي ټیم له خوا په جانبدارۍ متهم شویدی، له همدې کبله حکومت بې تفاوته شویدی او دغې بې تفاوتۍ دغې پروسې ته صدمه هم رسولی ده.
نو که چیرې نوی جمهورریس معلوم نه شي او قدرت انتقال نه شي نو د قدرت خلا پیدا کیږي، اود همدغې خلا احتمال په ولس کې ویره اچولی ده چی بیا په ملک کې گډوډي پیښه نه شي.
ښاغلی اباسین وایي چی په ولس کې ځنې نور ذهنیتونه هم پیدا شویدي چې په دې لړ کې په زور د قدرت ترلاسه کولو خبره هم کیږی.
د محورد ورځپاڼې مسول مدیر مطیع الله اباسین په دی نظر دی چې په افغانستان کې هر سړی قدرت غواړي مگر دا نه غواړي چې دغه موجوده نسبي سوله له منځه ولاړه شي.
دی وایي د هم پالنې ټیم په دی اساس جوړ شو چې د خلکو په رایو قدرت ونیسی. په دی ډلې کې ډیر روشن فکره او وطن پالونکي خلک شته دی چې هغوی قطعا کودتا نه غواړي نو که چیری داسې یو پلان وي هم، هغوی بېه قطعا دا کار ونه کړي، او که دا کشمش ادامه ومومي نو امکان لری چې د سیاسیونو یوه غټه کتله ددې ډلې نه بیله شي او اعللان وکړي چی مونږه د دموکراتیکو اصلاحاتو او د ثبات تر سرحده د هم پالنۍ د ټیم سره روان وو، اوس ترې بیل شوی یو.
خو د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې غړی سید خالد سادات وايی ټول په دې خبردی دواړه کاندیدان د اجراییوي ریس د صلاحیتونو په سر ژور اختلافات لري او کومې نتیجې ته نه دي رسیدلي.
ښاغلی سادات وایی افغانان د جنگ نه ستړي دي او نړیواله ټولنه هم نه غواړی چې په افغانستان کې جنگ پیښ شي. ښاغلی سادات وویل:
ښاغلی سادات وایي نو اوس که په نسبې ډول مشروع نظام راځی ، هغه باید داسې وي چی هر کاندید چې کامیابیږي، هغه بل باید ورته مبارکي ووایی او ددغه فرهنگ د تاداو تیږه کیښودل شي. په دغه طریقه د بحران مخه نیول کیدلی شی.
ولس هم دومره اندیښمن دی چې ، حتی که دریم کس جمهورریس شي، ښایي په هغه خپه نه شي ، مگر په گډوډیو او ناکراریو خپه کیږي او نه یې مني.
همدا شان ښاغلی سادات د دریم ځلي انتخاباتو نظراو اوازې هم رودوي ځکه د افغانستان په اساسی قانون کې، په ملي او بین المللي قوانینو کې دریم ځلی انتخابات نشته دی، په هیڅ ملک کې دریم ځلی انتخابات نه دی شوي. نو دا یوه غیر قانوني مسله ده چې په هیڅ صورت عملي نه ښکاري.
ښاغلی سادات د موازي حکومت نظر هم ردوي، ځکه دده په فکر موازي حکومت په هغو ملکونو امکان او احتمال لري چې هلته د تجزیې وجوهات موجود وي، لکه د ختیځ پاکستان نه د بنگله دیش جوړیدل. هلته د قوم او ژبې مسله وه چې بنگله دیش جوړ شو او بل فکټرپه کې سیاسی کشمکش ؤ.
مگر په افغانستان کې د قومونو ترکیب بل ډول دی او له دی نه علاوه د موازي حکومت دپاره باید د ملکونو سره خبرې وشي، او بله دا چې د افغانستان دغه اوسنی حکومت نړیوالی ټولنې په رسمیت پیژندلی دی، نو ځکه دا د تجزیي نظریه، ویره او امکان هم نه شته.
خو ښاغلی سادات د اساسي قانون له مخې یو بل احتمال نه ردوي.
ښاغلی خالد سادات وايي دا احتمال شته چی که دا بحران حل نه شي، جمهورریس کرزی یو څه وخت سرپرست جمهورریس شي.
دده په فکر چی دا قانون خو اوس نه شي بدلیدلی چې جمهورریس باید د جوزا په دیرشمه قدرت نوی جمهور رئیس ته وسپاري، مگر داسې یوه حقوقی لاره ورته ایستل کیدلی شي چې اوس چې څوک جمهورریس کیږي د هغه دوره به پوره پنځه کاله ، بلکه دری یا څلورمیاشتی کم پنځه کاله به وي، او ددې جمهورریس نه وروسته چې جمهور رئیس راځي، هغه به بیا دغسې قانونی مشکل و نه لري.
د کارپوهانو دا بحث دلته اوریدای شئ: