د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې، ګټونکی نه لري


د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې، ګټونکی نه لري

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د جمهوري ریاست ابتدايي پایلې اعلان کړې چې هېڅ یو کاندید هم د جمهوري ریاست د څوکۍ ګټلو معیار پوره کړی نه دی.

د افغانستان د اساسي قانون د ۶۱ مې مادې له مخې د جمهوري ریاست هر کاندید چې ۵۰٪+۱ رایې وګټلې دهېواد منتخب ولسمشر اعلانیږي .

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسییون مشر احمد یوسف نورستاني په کابل کې د یوې خبرې غونډې پر مهال د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې .

ښاغلي نورستاني وویل په انتخاباتو کې څه باندې شپږ اعشاریه نهه میلیونه خلکو ګډون کړی و، چې ۶۴ فیصده یې نارینه او ۳۶ فیصده یې ښځې وې.

د لومړنیو پایلوو له مخې عبدالله عبدالله بیا هم په لومړي سر کې دی چې ۴۴،۵ فیصده رایې یې وړي دي، اشرف غني احمدزي د ۳۱،۵ فیصده رایو په وړلو دویم او زلمي رسول د ۱۱،۵ فیصده رایو په خپلولو درېیم ځای خپل کړی دی .

عبدالرب رسول سیاف د اووه اعشاریه یو فیصده، قطب الدین هلال د دوه اعشاریه اووه فصیده او ګل اغا شیرزي د یو اعشاریه شپږ فیصده رايو په وړلو څلورم، پنځم او شپږم دي.
داود سلطانزوی بیاصفر اعشاریه پنځه او هدایت امین ارسلا صفر اعشاریه دوه فییصده رايي خپلې کړي دي .

په انتخاباتو کې څه باندې څلوېښت زره کسانو قیوم کرزي،عبدالرحیم وردګ او نادر نعیم ته هم رایې اچولې چې تر انتخاباتو د مخه یې له خپلې کاندیداتورۍ لاس اخیستی و.

ښاغلي نورستاني وویل داسې ښکاري چې انتخابات د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ دویم دور ته ولاړ شي، خو لا هم د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون خپلې څېړنې کوي چې ممکن پر نتایجو هم تاثیرات ولري .

په دغو انتخاباتو کې د رایې اچونې څه باندې ۱۹ زره محلونه پرانیستي وو . د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو نهايي پایلې شاوخوا دوه اونۍ وروسته اعلانیږي .

د کمیسیون د دارالانشا مشر ضیاالحق امرخیل خبریالانو ته وویل چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو لپاره ۱۲۷ میلیونه ډالره بودیجه بیله شوې چې، که انتخابات دویم دور ته هم ځي دوی بودیجه او چمتوالی لري.

د کمیسیون مشر یوسف نورستاني وویل که انتخابات دویم دور ته ځي د ۲۰۱۴ کال د جون په اوومه نېټه به ترسره کیږي، که دغه کار وشي دا به د افغانستان په تاریخ کې د خپل ډول لومړنۍ ټاکنې وې.

د جمهوري ریاست په دویم دور ټاکنو کې بیا هېڅ یو کاندید هم اړ نه دی چې ۵۰٪+۱ یو رایه پوره کړي، بلکې هر کاندید چې تر بل مخکې و ان که یوه رایه هم وي، د افغانستان منتخب ولسمشر ټاکل کیږي .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG