د لاس رسي وړ اتصالات

افغانه ژورنالیسته مینه اکبري وايي په کډوالۍ کې هم خپله دنده پرمخ بیايي


مینه اکبري، کډواله شوې افغانه خبریاله
مینه اکبري، کډواله شوې افغانه خبریاله

مینه اکبري پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډه شوې. د اقتصادي ستونزو او دغه راز د خپل مسلک سره د لېوالتیا له مخې یې په پاکستان کې د خبریالۍ کار ته ادامه ورکړې ده.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ویل کیږي چې ۷۰ په سلو کې د رسنیو کارکوونکي او خبریالان له هېواده وتلي چې ډېری یې پاکستان ته کډوال شوي دي.

له دې ډلې مینه اکبري وايي غواړي په کډوالۍ کې د خپل مسلک له لارې د کار روزګار تر څنګ د افغانستان د میرمنو لپاره غږ پورته کړي.

هغه وايي: "کله چې زه په لومړي ځل پاکستان ته راغلم، زما اقتصادي حالت خورا خراب و، ما د کور کرایه هم نه درلوده. په پېښور کې د کار په لټه کې شوم، له نېکه مرغه خیبر ټلویزیون له ما سره همکاري وکړه او هلته مې کار پیل کړ. بیا مې له ډېرو نورو رسنیو سره کار وکړ او اوس د باربد او فضا تلویزیون سره کار کوم."

د کندوز ولایت اوسېدونکې مینه اکبري له وېرې د افغانستان څخه وتلې، خو وايي چې په کډوالۍ کې هم له ګواښونو سره مخ ده. نوموړې وايي: "ما ته په افغانستان کې ډېر ګواښونه وشول، طالبانو ما ته د مرګ ګواښونه کول، حتی زما کورنۍ ته يې ګواښونه کول او اوس دلته هم ډاريږم. کله چې کار ته ځم، د خپرونې ريکارډ کولو لپاره، نو د وېرې احساس کوم، ځکه دوی راته په ټولنیزو رسنیو او په مختلفو بڼو ګواښونه کوي."

مينه اکبري د افغانستان په اوسني وضعیت کې د ژورنالستانو راتلونکى بې برخليکه بولي. وايي، په افغانستان کې خبریالانو او ښځو ته هیڅ حق نه دی ورکړل شوی او نه به ورکړل شي.

هغه زیاتوي: "تاسو به په ټولنه کې ښځې ونه ګورئ، دوی به ټولې برقعې اغوندي او په کور کې به ناستې وي. د افغان خبريالانو او ښځو راتلونکې تيارې دي."

په داسې حال کې چې د مې درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي، په سلګونو افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وايي په پاکستان کې بې برخلیکه ژوند کوي.

  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ

    مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.

XS
SM
MD
LG