د لاس رسي وړ اتصالات

مالیې وزارت وايي د روان مالي کال۸۰سلنه بودیجه مصرف کړې


د افغانستان مالیې وزارت وايي، د روان ۱۳۹۷مالي کال له ټاکل شوي بودیجې څخه یې ۸۰سلنه مصرف کړې ده.

مالیې وزارت وايي، د روان مالي کال لپاره شااوخوا ۳۷۷ میلیارډه افغانۍ بودیجه ټاکل شوې وه چې څه باندې ۱۱۱ میلیارډ افغانۍ یې پراختیايي بودیجه وه.

مسجدي زیاته کړه:"موږ اتیا فیصده خپل پراختیايي بودیجه مصرف کړې ده لا تر اوسه هم د مالي کال تر ختمېدو پورې څه باندې لس ورځې پاتې دي تمه لرو چې د قوس میاشتې تر اخره پورې وکولای شو د غه مصرف تر اتیا سلنې هم لوړ کړو..."

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت ادارې د تېرو ۱۸کلونو راهیسې نه دې توانېدلې چې خپل ټوله مالي بودیجه مصرف کړي چې له امله یې د ولسي جرګې او نورو بنسټونو لخوا تر انتقادونو لاندې راغلي دي.

د افغانستان مالي کال د روانې لیندۍ میاشتې تر ختمېدو پورې پای ته رسېږي.

مالیې وزارت وزارت وايي د راتلونکې ۱۳۹۸ مالي کال لپاره یې هم ۳۹۹ میلیارډ افغانۍ بودیجه ټاکلې چې ۱۲۴میلیارډه افغانۍ یې پراختیايي او پاته یې عادي‌ بودیجه ده چې د تصویب لپاره ملي شورا ته لېږل شوې ده.

د دغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وویل چې د راتلونکې مالي کال بودیجه د مشرانو جرګې لخوا تصویب شوې او ولسي جرګې ته لېږل شوې ده.

پر همدې مهال د افغانستان د ولسي جرګې د مالي کمېسیون غړی صادق نیلي زاده وايي له تېرو دوو اونیو را پدېخوا په دغه کمېسیون کې د ۱۳۹۸کال مالي بودیجه تر څېړنو لاندې ده.

ښاغلي نیلي زاده وویل چې د مالي کمېسیون تر څېړنو وروسته به تر راتلونکو شلو ورځو پورې د ولسي جرګې عمومي بحث ته وړاندي شي.

ولسي جرګه
ولسي جرګه

​هغه وویل:"فعلاُ بودیجه په مالي کمېسیون کې تر څېړنو لاندې ده، هیله مند یو چې تر راتلونکو شلو ورځو پورې چمتو شي، چې د ولسي جرګې عمومي‌ مجلس ته به د رای ګیري لپاره وړاندې شي."

مالیې وزارت د روان ۱۳۹۷ مالي کال د بودیجې د زیات مصرف لامل په پروژو او تدارکاتي مسایلو کې د دغه وزارت لخوا د اسانتیاو رامنځته کول ښه يي.

دوی وايي، دا چې په تېرو کلونو کې مالي بودیجه کمه مصرفېدل لامل یې د ظرفیت او امنیت نشتوالی، د پروژو سم نه څېړل کېدل د تدارکاتي پروسو پېچلتیا او ځینې نور مسایل په ګوته کوي.

XS
SM
MD
LG