د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني وايي د کندز په ښار بمباري نکوي


ولسمشر غني وايي چې طالبان غدار دښمن دی.
ولسمشر غني وايي چې طالبان غدار دښمن دی.

ولسمشر محمد اشرف غني په یوې تلویزوني وینا کې د خپل هېواد ولس ته ډاډ ورکړ چې کندز به ډېر ژر له طالبانو بېرته ونیسي. خو ویې ویل چې د کندز په ښار به ځکه بمباري نکوي چې ولس ته زیان ونه رسیږي.

هغه وايي " یو غدار دښمن له ولس نه سپر جوړ کړ او زموږ قواوې پر ملکي خلکو هوايي بمباري نکوي، ما امر کړی چې ولسي خلکو ته ډېر پام وکړي."

په همدې حال کې د بهرنیو ځواکونو هوايي الوتکو د کندز ښار په څنډو کې د افغان حکومت پر وسله والو مخالفانو بمباري کړې ده.

ښاغلي غني زیاته کړه "دښمن ته ډېر تلفات اوښتي دي." ولسمشر غني د افغانستان په ملي راډیو تلویزون باندې د خپل حکومت د لومړنۍ کلیزې په مناسبت خبرې کولې.

ښاغلي غني وویل " زموږ ځواکونه حکومتي ودانۍ بېرته ونیسي... د ځانګړو ځواکونو او قومندانانو په ګډون مرستندویه ځواک کندز ته رسېدلي او ورته په لاره دي. "

نوموړي پر ولس غږ وکړ چې پر خپلو ځواکونو باور ولري،."ترهې او ویرې ته " تسلیم نشي.

هغه ټېنګار وکړ چې افغان پوځ د وسله والو طالبانو ډېر پلانونه شنډ کړي او د امنیتي ځواکونو ترمنځ ښه همغږي موجوده ده.

ولسمشر غني وویل هاغسې چې وړاندوینه شوې وه، سږکال د افغان پوځ لپاره تر ټولو خطرناکه کال دی.

د کندز د بېرته نیولو عملیات

افغان ځواکونو د کندز د ښار د بیرته نیولو د عملیاتو په لړ کې د طالبانو د وسله والو پروړاندې پرمختګ کړی خو لا هم د ښار ډیرې برخې د طالبانو په لاس کې دي.

نن سهار د کندز د هوايي میدان له خوا افغان ځواکونه د ښار جنوبي څنډې ته رسیدلي دي او د خیابان مدرسې په سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.

په کندز کې د ملي اردو د دویمې پلې لواء له خوا په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي چې د دورې په سیمه کې د پولیسو د قوماندانۍ نوی تعمیر چې تیر مازیګر طالبانو نیولی وو او د زندان ودانۍ بیرته افغان ځواکونو نیولي دي او په ښار باندې د عملیاتو پلان لري.

د سیمې خلک وایي چې د کندز پر فضا د طیارو اوازونه اوریدل کیږي او عام خلک او ځوانان له طالبانو سره د ښار د عمومي چوک پر سر یادګاري عکسونه اخلي.

طالبانو د دولتي ادارو ټول وسایل چور کړي او لا هم چور او له دولتي او موسیساتو له دفترونو څخه د وسایلو وړل او چور دوام لري.

د یو خصوصي پوهنتون استاد رحیم اڅکزی وایې چې طالبان د ملګرو ملتونو او نورو خارجي موسیساتو په موټر کې ګرځي، او په لاسپیکرونو کې ترانې غږوي.

یو شمیر خلک چې د تیرې ورځې جګړه او شپه پرې په ښار کې تیره شوې اوس مهال یې کډې بار کړي او یا هم له کورونو څخه ماشومان وباسي او امن ځای ته روان دي.

په سیمه کې ځینې دولتي ادارو ته دطالبانو له خوا اور اچول شوی دی.

د امنیتي ځواکونو یو تن قوماندان چې له نوم ښودلو ډډه کوي وایې چې دوی بیرته خپل ځواکونه منظم کړي دي او غواړي چې پر ښار باندې بیرته عملیات وکړي.

تیره شپه د افغانستان د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد یو خبري کنفرانس ته وویل چې ژر به دا ښار بیرته له خپلو مخالفانو ونیسي.

جنرال مراد د طالبانو له خوا د کندز د ښار د نیولو یو علت په ښار کې د ملکي تلفاتو د پیښیدو اندیښنه وبلله وې ویل چې افغان ځواکونو په خلاص مټ د وسلو څخه د کار اخیستلو اجازه نه درلودله.

جنرال مراد وویل "زه تاسو ته او ستاسو له اړخه خپلو هیوادولو ته دا ډاډ ورکوم چې کوم حالت چې رامخې ته شوی دی دا زمونږ لپاره د منلو نه دی او ډیر ژر به په دې باندې کار وشي او دا حالت به بدل شي او د کندز کې به ژوند عادي حالت ته راستون شي ".

طالبانو هم په یوه اعلامیه کې خلکو ته په ښار کې د امنیت د ټینګیدو او د هغوی د سر او مال د ساتنې ډاډ ورکړی دی.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې که په کندز کې د مرستو رسونې کوم کارکوونکی د ستونزو سره مخ کیږي نو د طالبانو موظف کمیسیون سره دې تماس ونیسي.

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي دي " په کندز ولایت کي د بشري مرستو کارکونکو ، خصوصي شرکتونو او د مخابراتي شبکو کار کونکو ته له دې لارې خبر ور کول کیږي چې خپلو اړونده چارو ته په نور مال ډول ادامه ورکړي، که احیانا له کومو ستونزو سره مخامخ کیږي، نو د اړتیا په صورت کې دې خپل شکایتونه د اسلامي امارت د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم کمیسیون ته د لاندې شمیرو له لارې ورسوي، تر څو یې په خپل وخت سره ستونزي حل او په نور مال ډول د چارو د دوام په وړاندي د ورپیښو خنډونو مخه و نیول شي".

د بلې خوا طالبانو د کندز د ولایت په ګاونډ کې د تخار ولایت د ینګي قلعه د ولسوالۍ د نیولو ادعا هم کړې ده.

د طالبانو ویلي چې دا ولسوالۍ یې تیره شپه نیولې ده، خو افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG