د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د بیان د ازادﺉ ورځ ونمانځله


افغانستان د بیان د ازادﺉ ورځ ونمانځله
افغانستان د بیان د ازادﺉ ورځ ونمانځله

دا ورځ په داسی حال کی په هیواد کی نمانځل کیږی چی نن په افغانستان کی ۱۰۰۰ چاپیدونکی ورځپانی ،او څه کم دیرش تلویزیونی چینلونه فعالیت لری خو خلک لاهم په دی اند دی چی د بیان ازادی د پلی کیدو لپاره اوږده لاره په مخکې ده. لا هم ژورنالستان او د رسنیو کارکونکی له دیرو ستونزو او سترو ګواښونو سره مخ دی.

ژورنالستان وایي اطلاعاتو ته د لاس رسی لپاره لاهم د دولتی، نادولتی، او جګړو کی ښکیلو خواوو له لاسه سختۍ ګالي او په ډیرو حالاتو کی وهل ټکول کیږي او حتا وژل کیږي.
له بلی خوا په افغانستان کی د ازادو رسنیو د کار له پیل سره سره په دی رسنیو کی کار کونکی ژورنالستان د رسنیو د خاوندانو له خوا په نا صوابه توګه تر استثمار لاندی نیول کیږي.

ډیری ژورنالستان په دی اړه د یو قانون د نه شتون نه زوریږی او د هیواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ګرم بولی چی تر اوسه ندی توانیدلی چی داسی یو قانون یا لږ تر لږه یو چوکات جوړ کړی چی په دی رسنیو کی په کار بوختو ژورنالیستانو د کاری حقونو دفاع او ملاتړ وکړي.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د بیان د ازادی د نمانځلو په ورځ افغان ژورنالستانو ته ډآډ ورکړ چی ددی قانون د بشپړولو په اړه جدی کار روان دی.

له بلی خوا د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ډآډ ورکړ چی د کاپي رایت قانون او اطلاعاتو ته د لاس رسی په هکله هم قوانین جوړ دی چی د خپلو عدلی پړاونو د بشپړیدو نه وروسته به د ژورنالستانو لاس ته ورشی .

نن سبا په افغانستان کی نږدی ۸۰ کاله پوره کیږی چی د بیان د ازادی لپاره هڅی او مبارزی روانی دی خو د افغانستان د ژورنالستانو د اتحادیی مشر عبدالحمید مبارز پّه خبره دیر کله داسی شوی چی استبداد د ازادی ستونی زبیښلی دی مبارز وایی لا تر اوسه د ۱۳۹۰ کال د پیل ورځی دی خو د هری ورځی په تیریدو سره افغان ژورنالستان او د رسنیو کار کونکی د ستر ګواښونو سره مخ دی

ژورنالسته نجیبه ایوبی په دی اند ده چی لا هم هغه څّه چی افغان ژورنالستان یی د ازادی په مانا اړین ګڼي ددوی د ژوند او کار په چوکات کی نشته ، د رسنیو چلونکی او ژورنالستان د خپل ژوند د خوندیتوب لباره اړ دی چی په زیاترو مواردو کی ځآنونه سانسور کړی او هغه څه ونه وایی چی اوریدل او خبریدل پری ، د ملت حق دی.

اوس مهال په افغانستان کی نږدی ۱۰۰۰ خپریدونکی رسنی ، او نږدی ۳۰ تلویزیونی او تر هغه زیات رادیویی چینلونه خلکو ته د اطلاع رسولو په کار بوخت دی خو د دیرو ژورنالستانو په باور چی ددی شمیر زیاتره یی په زورواکو پوری اړه لری چی د خپلی خوښو او اهدافو سره سم یی چلوی . په دی رسنیو کی د بیان ازادی او د ژورنالستانو حقونو ته پاملرنه نه کیږی

افغان ژورنالست عتیق بنا وایی نن سبا په افغانستان کی ژورنالستان اړ دی چی د یوی مړی دودی د پیدا کولو لپاره هر هغه څه ولیکی چی د رسنی خاوند او د هغه ایدیالوژی یی ترې غواړی

ډیری شنونکی په دی اند دی چی نن د افغانستان په رسنیو کی کیفیت او محتوا دیره فقیره ده او څوک یی د ښه والی لپاره هدو سر هم نه ګروی او د بیان ریښتینی ازادی هغه د کوه قاف شاپیری ده چی په لاس ته راوړل یی د ننی افغانستان د په جیب تش او په تن خوارو افغان ژورنالستانو د وس کار ندی.

XS
SM
MD
LG