د لاس رسي وړ اتصالات

د ښوونځيو له تړل کېدو یو کال وروسته، د افغان نجونو نامعلوم برخلیک


کابو یو کال کیږي چې په افغانستان کې د نجونو د متوسطه او عالي لیسو اکثریت زده کوونکي ښوونځیو ته ندي تللي. که څه هم طالبانو په وار وار ژمنې کړي خو اوس هم داسې نه لیدل کیږي چې هغوی دې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي. په دې ترڅ کې یو شمیر میرمنې هڅه کوي داسې لارې پیدا کړي چې نجونې زده کړو ته دوام ورکړي.

په لسګونه نجونې د کابل په یو کور کې راغونډیږي چې کړي وکړي. دا غیر رسمي ښوونځی د سودابه نژند په نامه د یوې مېرمن له خوا جوړ شوی. هغه او خور یې په دې ښوونځي کې هغو نجونو ته د انګلیسي، ساینس او ریاضي درس ورکوي چې اوس باید په متوسطه ښوونځیو کې وای.

دا یو له هغو مخفي ښوونځیو څخه دی چې یو کال مخکې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته فعالیت کوي. طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته اکثریت نجونې له زده کړو څخه بې برخې کړي‌ دي.

دنیا عرب زاده د لیسې د دورې زده کوونکې هم دلته د زدکړې دپاره راځي. هغه وايي، دلته صنفونه هغسې منظم ندي چې په رسمي ښوونځیو کې وي. هغه له دې امله هم خواشینې ده چې ډیرې نورې نجونې او ملګري یې نشي کولای دغسې ښوونځیو ته لاړې شي او په کور کې بندې پاتې دي.

د ماشومانو د حفاظت ادارې (Save the Children) د افغانستان په اوو ولایتونو کې له نهو څخه تر ۱۷ کلونو پورې پر کابو ۱۷۰۰ هلکانو او نجونو د تعلیم د محدودیتونو تاثیرات څیړلي دي.

دغه سروې چې په مې او جون میاشتو کې شوې او پایلې یې د چهار شنبې په ورځ خپرې شوې، ښکاره کوي چې د ۲۰ سلنه هلکانو په نسبت څه باندې ۴۵ سلنه نجونې ښوونځیو ته نه ځي.

سروې همدارنګه موندلې ده چې ۲۶ سلنه نجونې د ۱۶ سلنه هلکانو په نسبت د افسردګۍ نښې لري.

وروسته له هغه چې نړۍ د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته خپلې مالي مرستې بندې کړې، د افغانستان تقریبا ټول وګړي له فقر سره مخ شوي او په میلیونونه کسان نشي کولی چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي.

ښوونکو، والدینو او کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د اقتصاد د پاشل کیدو په ګډون ګڼ شمیر ناورینونه په ټولو برخو په ځانګړې ډول پر نجونو ډیر خراب تاثیر کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) د بشري حقونو د برخې مشره فیونا فریزر وايي: "متوسطه ښوونځیو ته د نجونو د نه پریښودلو پریکړه دا معنی ورکوي چې د نجونو یو نسل به خپلې دولس کاله ابتدایي زده کړي ونکړي. تاوان به یې یوازې د نجونو په هماغه نسل نه وي بلکې ټول افغانستان به په مجموع کې په ټولنه کې د میرمنو او نجونو د مشارکت له ګټو څخه بې برخې شي".

د نجوني د خصوصي ښوونځي چلوونکې سودابه نژند وايي د طالبانو نظر ندی بدل شوی: "د ښځو په اړه د هغوی سخت دریځ همغسې پر ځای پاتې دی. دا همهغه طالبان دي چې ۲۰ کاله وړاندې وو. موږ نشو کولای د ۲۰ کاله مخکې ښځو په څېر پاتې شو. موږ غواړو خپل غږ پورته کړو او د قلم مبارزې ته ادامه ورکړو".

طالبانو همدارنګه د میرمنو کار هم محدود کړی دی او له هغوی څخه یې غوښتي دي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې د ټولو نجونو لپاره ښوونځي پرانیزي. متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې داسې پلان جوړ کړی چې د افغانستان د تعلیمي نصاب د فعال پاتې کیدو لپاره پرته له دې چې پیسې د طالبانو لاس ته ورشي، په مستقیم ډول د ښوونکو تنخواوي ورکړي.

XS
SM
MD
LG