د کورنیو چارو وزارت وايي، راتلونکې شنبې د ټاکنو په ورځ به په ټول افغانستان کې د رائیو ورکولو ۸۱۳ مرکزونه غیر فعال وي چې دلیل یې ناامني او سختو لارو شتون دی.
د ټاکنو د امنیتي کمیسیون مشر جنرال سالم احساس د سه شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له اړخه ورته د رائيو ورکولو د ۷۱۶۹ مرکزونو د امنیت د ساتلو لست سپارل شوی و.
خو جنرال سالم احساس وایي، له دغو مرکزونو له جملې څخه دوی د ۶۳۵۶ مرکزونو امنیت ساتلی شي، او د رايي ورکوونکو په مخ به پرانستي وي.
جنرال احساس پدې تړاو چې تړل شوي مرکزونه په کومو ولایتونو کې دي وویل "په ټول افغانستان کې داسې مرکزونه شته چې تړلي به وي، مونږ په بادغیس، غور، فراه، هرات، غزني، هلمند، ننګرهار، کنړ، نورستان، جوزجان، سرپل او بدخشان کې د رايو مرکزونه تړلي دي."
جنرال احساس وايي، د تړل شويو مرکزونو لست یې د سه شنبې په ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپاره او که هغوی ورته د ځینو مرکزونو د بیا پرانستې په هکله خپله غوښتنه تکرار کړي، دوی به د عملي کولو هڅه وکړي.
جنرال احساس وویل، د ټولو زونونو ارزونه یې کړې ده، او هغه تشې چې دوی د ټاکنو په لومړي پړاو کې درلودې، په دوهم پړاو کې یې ډکې کړي دي.
جنرال احساس وایي، د ټاکنو په ورځ د ښځینه رايي ورکوونکو د امنیت ساتلو په موخه یې ۱۲۵۰۰ ښځینه کارکوونکې ګمارلي، روزلي او دوی به د ښځینه رايي ورکوونکو امنیت وساتي او د تالاشۍ چارې به یې په غاړه وي.
هغه وویل، درې سوه نورې ښځینه کارکوونکې به د تیارسۍ په حال کې وي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په سرحدي سیمو کې د ناامنيو د شتون سره سره، دوی زیار باسي چې خلکو ته د ټاکنو په ورځ د ونډې اخېستو زمینه برابره کړي.