د پاکستان د خیبر پښتونخوا په پېښور کې یو شمېر افغان صرافان وايي ځايي حکومت او پولیس ورته ستونزې جوړوي او په خلاص لاس یې کار کولو ته نه پرېږدي.
که څه هم ددغه ښار په یادګار چوک کې، زیاتره صرافان افغانان دي خو صراف محمد حامد طاهر وايي، وخت په وخت پولیس راځي او افغان صرافان نیسي.
هغه امریکا غږ ته وویل: "موږ سره لايسنس نشته، د پاکستان دولت وايي په لايسنس پنځوس ميليونه راجمع کړئ نو لايسنس درکوو، خو هغه هم افغانانو ته نه بلکې پاکستانيانو ته يې ورکوي."
افغان صرافان وايي د پاکستان له حکومت څخه غواړي چې دوی ته د کار جوازنامې ورکړي.
صراف عمر احمدزي امریکا غږ ته وویل: "مونږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې مونږ ته اسانتياوې پيدا کړي، مونږ څه غير قانوي کار نه کوو. مونږ له حکومت څخه غواړو چې مونږ سره کښيني او زمونږ دغه ستونزه حل کړي."
صرافي په پاکستان، افغانستان او د سیمې نورو هېوادونو کې د لسګونو کلونو راهیسې د اسعارو د تبادلې او د پیسو د انتقال دوديز سيستم دى، چې د عصري بانکوالۍ تر څنګ فعالیت کوي.
خو پاکستاني چارواکي د دغه هېواد د مرکزي بانک له جواز پرته د اسعارو تبادله او د پیسو لیږد (حواله) غير قانوني بولي.
د خيبر پښتونخوا د فدرالي تحقيقاتي ادارې مشر نثار احمد خان په دې اړه امریکا غږ ته وویل چې حکومت پرېکړه کړې چې له سرغړونکو سره جدي چلند وکړي.
فورم \ دبحث خونه