د لاس رسي وړ اتصالات

رشید:د څارونکو ډيريدل ټاکنو ته تاوان رسوي


په روانو ټاکنو کې په څارنې معامله کيږي.
په روانو ټاکنو کې په څارنې معامله کيږي.

د ټاکنو د چارو څارونکي وايي د تيرو ټاکنو په پر تله دا ځل څارونکي ډیر دی، چې کيداې شي د ټاکنو پروسې ته د گټې پرځاې تاوان ورسوي.

د آزاد او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرائيوي ريس رشید یوسف امريکا غږ ته وویل:

دا ځل نوماندانو په ناظرينو سرمایه گذاري کړې،هر نوماند ډير ناظرین ټاکلي تر څو د هغوې رايې هم خپلې کړي.

په څو ډلو د ناظرينو انقسام او هغوې ته اوچت معاش تعينولو د څار د برخې کارونه ستونزمن او د خپلې خوښې(رضاکارانه) کارونه اغيزمن کړي دي.

"له بده مرغه په روانو ټاکنو کې په څارنې معامله کيږي".

د تیرو ټاکنو په پرتله به داځل د پخوانيو څارونکو بنسټونو ونډه په ټاکنو کې کمه وي.

ښاغلي رشید په وينا بهرني څارونکي لیواله دي چې د افغانستان پارلماني ټاکنې وڅاري خو د امنيتي ملحوظاتو له کبله کیداې شي ماموريت يې څيړنيز او مطالعاتي وي.

امريکا غږ سره يوسف رشيد په همدې موضوع مرکه کړې ، هغه په پیل کې د څارونکو په څو ډله کيدوغږيږي:

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:05 0:00
XS
SM
MD
LG