د لاس رسي وړ اتصالات

ځوانان کوم نوماند ته رایه ورکوي؟


د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو ته د نوماندانو کمپاینونه په شدت روان دي. ځینې افغان ځوانان د نوماندانو رای ورکونې لپاره شرایط په ګوته کوي. دوي وايي د تېرو ټاکنو ترخه تجربه لري او دا وارې نه غواړي د دوي برخليک سره څوک بې پروايي وکړي. د امریکا غږ سره په خبرو کې دوی ځينې عمده شرطونه داسې وویل:

  • د پارلمان وړتیا

ځينې ځوانان وايي هغه نوماند د وکالت وړ دی چې د دوی ستونزو ته غوږ ونیسي او د حوصلې خاوند اوسي. د دوی په وینا هغه نوماند ته رایه ورکړي چې د دې حوصله ولري چې یوه بې وزله افغان سره کېني او د هغه ستونزې واوري. دوی وايي په پارلمان کې د دوی ځینې پخواني استازي په خپلو کارونو بوخت دي او موکلینو ته وخت نه ورکوي. په ټوله کې دوی وایي چې په راتلونکې کې باید د خپلې رایې نه پښېمانه نشي.

  • ميراثي قدرت

ځينې ځوانان په دې آند دي چې هغه نوماندانو ته به رایه ورنکړي چې پلرونه یا نږدې کسان یې په واک کې ښکېل دي. دوي وايي د یادو سیاستوالو کار همدا دی چې د خپلې څوکۍ ځای ناستی خپله ټاکي او د ملت په غم کې نه دي.

  • خپلواکي

سیاسي احزابو سره د ځینو نوماندانو اړيکې هغه بل عامل دی چې ځينې ځوانان یې دې ته اړ کړي تر څو یادو کسانو ته د رایې ورکولو نه لاس په سر شي. دوی وايي د ځينو حزبونو د فعالیت نه ښې خاطرې نه لري او له همدې کبله د خپلواکو نوماندوا په هکله یې نظر تر ډېره مثبت دی.

  • د ښار نظافت ته پاملرنه

تېره جمعه کله چې ټاکنیز کمپاینونه پیل شول ګڼو نوماندانو خپل عکسونه د ښار په لارو او سړکونو کې ځوړند کړل خو ځینو یې د عکسونو پاتې کاغدونه په لارو کې وغورځول چې د ښار چاپېریال پرې ککړ شو. دې کار په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه درلودل. کابل ښاروالۍ وايي د سرغړونکو نوماندانو سره به قانوني چلند وکړي. اوس ځینې ځوانان وايي که یو نوماند سر له اوسه د ښار نظافت ته پام نه کوي نو د دوي ښه استازولي خو لا لرې خبره ده.

  • نوی فکر

ولسی جرګې ته اکثره نوماندان ځوانان دي. د مدني فعالانو نه نیولې تر خبریالانو، ورزشکارانو، سوداګرو او ځینې نورې په زده کړو سمبالې ځوانې څېرې د خلکو استازولۍ ته ملا تړلې. که څه هم د دوی په منځ کې ځینې داسې ځوانان هم شته چې سیاسي تجربه نه لري خو بیا هم د ځینو ځوانانو هيله همدوی ته ده او په دې باور دي چې دوی ته رایه ورکول ښه کار دی.

تاسو کوم نوماند ته رایه ورکوئ؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:56 0:00

ټاکل شوې چې روان کال په ۲۸ نېټه د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې په لاره واچول شوي. په ولسي جرګې کې ۲۵۰ څوکۍ د ټولو ولایتونو نوماندانو ته ځانګړې شوي دي.

XS
SM
MD
LG