د لاس رسي وړ اتصالات

په دوبۍ کې د افغانستان د سولې د خبرو شونتیا


ښاغلی افغان وايي که متحده عرب امارت د کابل او طالبانو تر منځ د سولې د مذاکراتو زمینه برابره کړي، افغان حکومت پرې کوم اعتراض نلري
ښاغلی افغان وايي که متحده عرب امارت د کابل او طالبانو تر منځ د سولې د مذاکراتو زمینه برابره کړي، افغان حکومت پرې کوم اعتراض نلري

په دوبۍ کې د افغانستان جنرال قونسل عبدالصمد افغان وايي چې متحده عرب امارات کولی شي د خپل نفوذ په کارولو سره طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.

ښاغلي افغان وویل امارات له پاکستان او نورو هېوادونو سره ښې اړیکې لري چې په دغه برخه کې ګټورې تمامېدی شي. نوموړي امریکاغږ ته وویل چې دوبۍ د افغانستان د سولې د مذاکراتو لپاره د بدیل ځای کېدی شي. هغه وايي که امارات دغه کار ته ملا وتړي افغان حکومت پرې کوم اعتراض نلري.

دا مهال طالبان د قطر په مرکز دوحه کې سیاسي دفتر لري. ښاغلي افغان وویل متحده عرب امارات کولی شي چې د افغانستان او طالبانو ترمنځ د سولې او ثبات فضا برابره کړي. متحده عرب امارات د طالبانو نظام په رسمیت پېژنده.

ښاغلي افغان دا خبرې متحدو اماراتو ته د ولسمشر غني د سفر په اړه کولې، هغه په مرکې کې د متحدو عربو اماراتو سره د یو هوايي اقتصادي-دهلیز د پرانیستلو خبره هم وکړه، مرکه یې دلته واورئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:22 0:00

XS
SM
MD
LG