د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا د افغانستان د کورني کرېکټ اتلولي وګټله


د الکوزي- بابای ملت سیالۍ د افغانستان د یوشمېر مخکښو ولایتي لوبډلو ترمنځ وشوې.
د الکوزي- بابای ملت سیالۍ د افغانستان د یوشمېر مخکښو ولایتي لوبډلو ترمنځ وشوې.

پکتیا د افغانستان د کورني کرېکټ د یوې ورځنیو سیالیو اتلولي وګټله. د سیالیو پایلوبه د دوشنبې په ورځ د کابل په نړیوال لوبغالي کې د لغمان او پکتیا ترمنځ وشوه.

پچه پکتیا وګټله خو لغمان ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه . د لغمان ټوله لوبډله په ۳۸ اورونو کې وسوځېدله او مخالف لوري ته یې د ۱۷۳ منډو هدف ورکړ.

د لغمان په لوبډلې کې خیبر ۴۷ او شفیق الله شفق ۳۴ منډې وکړې.

د پکتیا لوبډلې په ۳۹ اورونو کې د غمي ځدراڼ د ۵۸ او یونس احمدزي ۴۹ منډو په مرسته، ورکړل شوی هدف پوره او اتلولي یې وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی هم غمی ځدراڼ شو. د افغانستان د کورنۍ لوبډلو ترمنځ دغو سیالیو ته د (الکوزي- بابای ملت) نوم ورکړل شوی و.

دغه سیالۍ له شاوخوا دوو اوونیو راهېسې روانې وې او د جون په ۱۳ د دوشنبې په ورځ ختمې شوې، پایلوبه په یو سیمه اییز تلویزون هم ښودل کېده.

په دغو سیالیو کې د کابل، پکتیا، خوست، ننګرهار، لغمان، پروان، کندهار او کندز ولایتونو لوبډلې ولوبېدې چې د ملي لوبډلو یو شمېر لوبغاړي هم په کې وو.

د افغانستان د کرېکټ بورډ په اعلامیه کې ویل شوي چې د دغو سیالیو هدف د کورني کرېکټ وده او ملي لوبډلو ته د غوره لوبغاړو موندل وو.

د دغه ټورنمنټ تر ټولو غوره توپ وهوونکی یونس خان احمدزی، غوره توپ اچوونکي احمدضیاء او ظاهر خان و نومول شول.

د کرېکټ د چارو شننونکي وايي هغه هېوادونه چې کورنی کرېکټ یې ښه روان وي، نړۍ ته هم ښه لوبغاړي پېژندلی شي.

د یادونې ده چې د کرېکټ ملي لوبډلو ته یو شمېر لوبغاړي له همدغو کورنیو سیالیو څخه ته پېژندل شوي دي چې، رحمت شاه، حشمت شهیدي، نجیب ځدراڼ، شبیر نوري، فرید ملک او یو شمېر داسې نور لوبغاړي یادولی شو.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG