د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د لبنیاتو د پروسس فابریکه فعاله شوه


چارواکي وايي دغه فابریکه به هره ورځ به لس مټیرک ټنه، کوچ، شېدې، مستې، پېروی،ایسکریم او شړومبې بازار ته عرضه کوي.
چارواکي وايي دغه فابریکه به هره ورځ به لس مټیرک ټنه، کوچ، شېدې، مستې، پېروی،ایسکریم او شړومبې بازار ته عرضه کوي.

په ننګرهار کې دلبنیاتو دپروسس هغه لویه فابریکه پرانیستل شوه، چې ښايي هره ورځ لس مټیرک ټنه، کوچ، شېدې، مستې، پېروی،ایسکریم او شړومبې تولید کړي.

دغه فابریکه دشپږ ملیون ډالرو په ارزښت د خوراک نړیوال پرواګرام لخوا فعاله شوه چې له یو نیم زر کورنیو به راټولې شوې شېدې پروسس او بازار ته وړاندې کړل شي.

د کرنې وزارت سرپرست سلیم خان چې د دغې فابریکې د پرانیستې پر مهال یې خبرې کولی وویل، په لمړي سر کې د ننګرهار د پنځو ولسوالیو خلک دغه فابریکې ته شېدې د پروسس لپاره راوړلی شي.

هغه زیاته کړه "له یوه غریب څخه، چې یوه غوا لري، شیدې یې دلته راوړي، پروسس شي او بیا یې ګټه دغه مالدار ته ورسي نو ښه ګټه کوي."

هغه وايي افغانستان هر کال د اتیا میلیونه ډالرو په ارزښت لبنیات له نورو هېوادونو راواردوي، چې ددغه فابریکي په جوړېدو یې کچه راکمولی شي.

د جوړې شوې فابریکي مشر لطیف الله ړنګ امریکا غږ ته وویل، چې د لبنیاتو له دغه فابریکې تر زرو کسان ګټه اخستلی شي.

نوموړی وايي له ولسوالیو څخه د دوی ګرځنده ټیمونه شیدې راټولوي او تر بروسس وروسته یې به ښه بیه خرڅوي، چې ګټه یې په مستقیمه توګه دغه کورنیو ته رسیږي.

هغه زیاتوي،چې په فابریکه کې ۱۲ کاریګر او ۱۵ تنه پلورونکي لري، چې تولیدات به یې له ښه کیفیته برخمن وي.

په تازه جوړه شوې فابریکه کې شته کارګران وايي، ورځ تر بلې یې تولیدات زیاتېږي.

دوی وايي ددغه پروژې په غځېدو سره به دختیځ په کچه دلبنیاتو دکمښت ستونزه اواره او خلکو ته به دخپل هېواد تولیدات ورسوي.

ولسي خلک هم ددغه پروژې پر پلي کېدا خوشاله دي او وايي د ډېرو کورنیو لپاره به د عاید یوه ښه سرچینه وګرځي.

دچارواکو په وینا،چې دننګرهار په کچه تر ۲۰۰۰ نورو کسانو هم خپل نومونه لیکلي تر څو دغه فابریکې ته خپلې شیدې دپروسس لپاره وروړي.

دکرنې وزارت مسولین وايي،چې دغه ډول نورې پروژې هم په پلان کې لري،تر څو افغانستان لبنایاتو له پلوه بسیا شي.

XS
SM
MD
LG