د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان دفاع وزارت کې ستر بدلونونه


د پوځي چارو ځينې شننونکي سره له دې چې په ادارو کې د اصلاحاتو پلوي کوي، خو دومره لوی بدلونونه تر وخت یو څه مخکې کار بولي.
د پوځي چارو ځينې شننونکي سره له دې چې په ادارو کې د اصلاحاتو پلوي کوي، خو دومره لوی بدلونونه تر وخت یو څه مخکې کار بولي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت کې چې لا یې هم مشري سرپرست وزیر کوي، ډیر ستر بدلونونه راغلي دي.

د ولسمشر غني د فرمان په اساس د دغه وزارت ۶۱ جګپوړي چارواکي ټاکل شوي دي. پدغو کې ځیني کسان په نویو دندو ګمارل شوي او ځيني بیا له یوې دندې بلې ته تبدیل شوي دي.

د افغان حکومت د اجرايي ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د امریکا غږ اشنا ته وویل چې دغه بدلونونه د پیل شویو اصلاحاتو لړۍ ده.

ښاغلي فیصل وویل "د دفاع په وزارت کې تغییرات، د پیل شویو اصلاحاتو یوه برخه ده او دا کار د دواړو مشرانو په خوښې شوی دی. په هره اداره کې چې اصلاحات راځي د دواړه مشرانو په مشوري راځي او دواړه مشران دغه کار رهبري کوي".

د پوځي چارو ځينې شننونکي سره له دې چې په ادارو کې د اصلاحاتو پلوي کوي، خو دومره لوی بدلونونه تر وخت یو څه مخکې کار بولي.

د پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستاني د امریکا غږ اشنا ته وویل " د اصلاح په توګه تغیرات یو مثبت ګام دی، خو په دغه کار بېړه ځینې وخت تاوان کوي. په ځینو برخو کې غیر مسلکي کسان ګمارل شوي، د تخنیک د برخې مشر یې لوژیستک ته بدل کړی، مسلکي قومندان یې معارف ته بدل کړی دی."

بدلونونه

د ۶۱ کسانو په دغه اوږد لست کې ۲۶ چارواکي نوي راغلي دي، دوی په هغو څوکیو کې پر دندو ګمارل شوي چې تشې وې؛ د بېلګې په ډول، تورنجنرال افضل امان د احتیاطي ځواکونو په چارو کې د دفاع وزیر مرستیال ټاکل شوی دی.

په لست کې ۳۵ نور کسان بیا بدل رابدل شوي، ځینو په دندو کې پرمختګ کړی او د ځینو نورو دندې بیا ټېټې شوي دي؛ د وزارت په اعلامیه کې د کوم داسې چارواکي نوم نشته چې په کور کېنول شوی وي او پر ځای یې نوی کس راغلی وي.

په ځینو مهمو څوکیو کې هم کسان بدل رابدل شوي دي، مثلآ د ځانګړو عملیاتو د دویمې لوا د فرقې قومندان جنرال محمد فرید د افغان ځواکونو او نړیوالو ځواکونو د معلوماتو د شرېکولو د ګډې کمېټې مشر ټاکل شوی او د برید جنرال رتبې ته یې ترفیع کړې ده.

نړیوال ځواکونه د افغان ځواکونو سره د روزنې او سلا مشورې ورکولو په چارو کې کار کوي، چې له افغان حکومت سره یې همغږي او د معلوماتو شرېکول ډېر مهم بلل کیږي.

د نورو تخنیکي برخو ترڅنګ، د دفاع وزارت په مطبوعاتي برخې هم تغیرات راغلي دي، د دفاع وزارت د ارتباطاتو او عامه اړیکو مشر تورنجنرال ظاهر عظیمي د کادر او پرسونل د احتیاط فعال دندې ته بدل شوی دی، په دې مانا چې هغه به د وزارت سره دنده او رسمیات لري، خو پخوانۍ هغه به یې نه وي.

د هغه پر ځای، برید جنرال دولت وزیری ګمارل شوی او تورنجنرالۍ ته یې هم ترفیع کړې ده.

په لست کې ځینې نومونه داسې هم شته چې د جهاد مختاړی ورسره تړلی دی او پوځي رتبې ورکړل شوي دي؛ ویل کیږي دا هغه کسان دي چې د روسانو پر مهال یې د جهادي تجربو په اساس افتخاري رتبې اخیستي دي، خو مسلکي زده کړې یې نه دي کړي.

په راوستل شویو تغیراتو کې د ارکانحرب، لوژیستک، قول اردوګانو، تخنیک، معارف، عامه پوهاوي او نورو دندو کې هم کسان بدل رابدل شوي دي.

ولسمشر غني او اجرايي ریس د خپلو کمپاینونو پر مهال ژمنې کړې وې چې واک ته له رسېدو به په حکومتي ادارو کې سالم تغیرات راولي، خو په ځینو برخو کې پر هغوی نیوکې کېږي چې کار یې اهل ته نه دی سپارلی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG