د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو دوهم پړاو به د افغانستان پر سیاست څه تاثیر ولري؟


Afghan Election
Afghan Election
د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم پړاو ټاکنو په هکله د کابل پوهنتون د پخواني استاد پوهاند محمد حسن کاکړ او د نبراسکا په پوهنتون کې د افغانستان د مطالعاتو د مرکز څیړونکی شیرجان احمدزي د امریکاغږ د همکار محمد ضامن مهمند سره غږیدلی دي.

دواړو کارپوهانو دې پوښتنې ته چې دا پرمختگ به د افغانانو په سیاسي ژوند باندې څه تاثېر وکړي؟ ځوابونه ویلي دي.

پوهاند کاکړ وايي، «په افغانستان کې په شاهی دوره کې په منظم ډول انتخابات کیدل. افغانان د رایه ورکولو سره نااشنا ندي.»

پوهاند کاکړ وايي «دا یوه تجربه ده نو خدای دې وکړي چې خلک لدې نه عبرت واخلي.»

ښاغلی کاکړ زیاتوي « که بین المللی څارونکي نور هم وي، پخپله حکومت بې طرفي وساتي او د ملي احساس خاوندان د نظارت لپاره وټاکل شي، درغلي اخري حد ته کمه کړي، بیا د دغو کسانو لپاره د شکایت حق نه پاتې کیږي. دوی چې ملي شخصیتونه کیږي، د خلکو د رایو په واسطه کیږي.»

د نبراسکا په پوهنتون کې د افغانستان د مطالعاتو د مرکزڅیړونکی شیرجان احمد زی بیا وايي: «که د انتخاباتو اصولو ته وگورو او که یو ایډال حالت په نظر کې ونیسو کله چې په هر هیواد کی په لومړي پړاو کې انتخابات کامیابه نشي دوهم ځلي انتخابات کیږی.»

شیرجان احمدزی وايي، بیا د پیسو اهمیت کمیږي او حکومت مجبور دی چې د خلکو اعتماد لاس ته راوړي.

ښاغلی احمدزی وايي، «په تیرو لسو کالو کې چې کوم پرمختگ شویدي، دا په افغانستان کې د سیاسی بهیر پوخوالی ښيي او له دې نه داسې څرگندیږي چې د افغانستان سیاست په یوه مثبته لاره روان دی او دا ښيي چې د افغانستان خلک پدې باور دي چې د دوی رایه ډیره مهمه ده.»
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:33 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG