د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو کمېسیون: ټاکنو ته چمتوالی بشپړ شوی


د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې د انتخاباتو په ورځ د شکایتونو د ثبت او د خوندي ساتلو لپاره چمتووالی لري.
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې د انتخاباتو په ورځ د شکایتونو د ثبت او د خوندي ساتلو لپاره چمتووالی لري.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايې چې د ولسي جرګې ټاکنو ټول عملیاتي او تخنیکي پلانونه بشپړ شوي دي. چارواکي وایې په پوره چمتوالي، هڅه کوي رڼې ټاکنې ترسره کړي.

د اکثرو افغانانو ټینګار دادی چې د شته خطرونو په منلو سره، د ډیموکراسۍ د ټینګښت لپاره د رایو مرکزونو ته ځي.

د کابل پوهنتون محصله،٢١ کلنه زهرا فرامرز د لومړي ځل لپاره رای ورکوي.

د زهرا د زروگونو نورو افغانانو په څیر د ټاکنو په مهال د امنیت له کبله اندیښمنه ده. خو وایي دا او نور خلک باید رایه ورکړي که نه نور داسې خلک به پارلمان ته لاړ شي د دوی په گټه به نه وي.

د راتلونکې اوونې د شنبې په ورځ چې د مېزان ۲۸ کېږي له غزني ولایت پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې ۲۴۹ څوکیو لپاره انتخابات کېږي. هنرمند امید شریفي وایي په انتخاباتو کې د برخه اخیستو هدف یې پارلمان ته د جنگسالارانو د تگ مخنوی دی.

امید وایي د دموکراسۍ بیه به ورکوي. په لږ شمیر نه په ډیر شمیر کې به رایه ورکړي څو په هیواد کې ترهگرۍ او بربریت له منځه لاړ شي.

د کابل اوسیدونکی ٨٥ کلن عبدالکریم هیله لري چې نوی پارلمان به خلکو خدمت وکړي. عبدالکریم وایي رای اچونه د خدای او رسول امر دی. د هغه په وینا رایه اچونه د ښځې او نارینه لپاره فرض دی.

د دغو انتخاباتو د څار لپاره نېږدې درې لکو کورنیو او یوشمېر بهرنیو څارونکو ځانونه ثبت کړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما د افغانستان په را روانو انتخاباتو کې د ناظرانو نقش مهم بولي.

د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو لپاره ناامني تر ټولو ستر خنډ بلل کېږي خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې امنیتي ځواکونو د انتخاباتو په ورځ د امنیت ډاډ ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG