د لاس رسي وړ اتصالات

اجرايي ریاست انتخاباتي پایلې باطلې ګڼي


د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو وروستۍ نتایج د ۲۰۱۶ کال په فبرورۍ کې اعلان کړل.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو وروستۍ نتایج د ۲۰۱۶ کال په فبرورۍ کې اعلان کړل.

د افغانستان اجرايي ریاست د دغه هېواد د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لوري د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د پایلو اعلان بې اعتباره، نامشروع او غیر مسولانه کار وباله.

د اجرايي ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د امریکا غږ اشنا ته وویل "د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له حکومت او خلکو سره هېڅ رسمیت نلري او د اعتبار وړ نه دی، بنآ د دغه کمیسیون له ادرس نه چې هر کار کیږي، نامشروع او قابل اعتبار نه دي".

ښاغلي فیصل وویل په کار وه چې د انتخاباتو کمیسیون په خپل وخت سره دا نتایج اعلان کړي وای او په خبره یې د دغه کمیسیون " د کمزوري فعالیت او ضعیف مدیریت له کبله انتخابات د بحران خوا ته ولاړل".

د امریکا غږ اشنا راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د جمهوري ریاست غبرګون هم ولري، خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

زړې ټاکنې او نوې پایلې

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو نتایج په ۲۰۱۶ کال کې اعلان کړل.

ښاغلي نورستاني په کابل کې خبریالانو ته وویل چې هغه مهال یې هم د ټاکنو د نتایجو یوه-یوه کاپي یې دواړه کاندیدانو محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ته استولې وه، خو په خبره یې دواړو کاندیدانو توافق وکړ چې د ځینو هېوادنیو مصلحتونو له کبله باید وروستۍ پایلې اعلان نشي.

د ننیو اعلان شویو شمیرو له مخې د ۳.۹ میلیونه رایو څخه یې ۵۵.۲۷ محمد اشرف غني او ۴۴.۷۳ یې عبدالله عبدالله وړي دي.

ښاغلي نورستاني وویل چې دا د دوی دنده او مسولیت وو چې باید نتایج اعلان کړي.

د ملي یوالي د حکومت له جوړېدو وروسته دواړو مشرانو د انتخاباتو په کمیسیونونو کې د اصلاحاتو د راوستلو ژمنې وکړې، خو پارلمان د ولسمشر هغه فرمان رد کړ چې له مخې یې باید د انتخاباتو قانون تعدیل شي او په دغه کار سره د انتخاباتي اصلاحاتو لړۍ تکنۍ او ځنډنۍ شوه.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG