د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د بریښنا له لیږد څخه به د ګمرکي عوایدو په کچه عاید ترلاسه شي


غنی وایي د کاسا پروژې له مخې پڼځلس زره میګاواټه بریښنا به له مرکزي اسیا څخه جنوبي اسیا ته د افغانستان له لارې ځي
غنی وایي د کاسا پروژې له مخې پڼځلس زره میګاواټه بریښنا به له مرکزي اسیا څخه جنوبي اسیا ته د افغانستان له لارې ځي

جمهور رئیس غني وایي په څلورو کلونو کې به افغانستان هر کال د منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د بریښنا د لیږد له درکه ددغه هیواد د ګمرکونو د عوایدو پر اندازه پیسې ترلاسه کړي.

د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني، د پنجشنبې په ماسپښین په ارګ کې د کور او ښار جوړولو وزارت او د کانونو او صنایعو د نوې جوړې شوې خونې ترمنځ د همکارۍ قرارداد لاسلیک غونډې ته په وینا کې وویل چې تر راتلوونکو څلورو کلونو به د افغانستان د اړتیا وړ بریښنا تر ډیره له کور دننه منابعو څخه پوره شي.

ښاغلي غني وویل، چې د کاسا زر د پروژې په بشپړیدو سره به د منځنۍ اسیا د دوو هیوادونو بریښنا د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته صادره شي چې له مخې به یې افغانستان هرکال د بریښنا له لیږد څخه د ګمرکي عوایدو په اندازه عواید ترلاسه کړي.

جمهوررئیس غنی وایي پڼځلس زره میګاواټه بریښنا به له مرکزي اسیا څخه جنوبي اسیا ته د افغانستان له لارې لاړه شي.

ښاغلي غني وویل تر راتلوونکو دوو کلونو به د افغانستان ټولو قول اردوګانو ته بریښنا برابره شي چې ورسره به په کال کې تر درې سوو میلیونو ډالرو پورې پیسې چې په دغو قول اردوګانو کې د بریښنا په جنریټرونو لگیدلې، سپما شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت او د کانونو او صنایعو د نوې جوړې شوې خونې ترمنځ د همکارۍ قرارداد لاسلیک شو
د کور او ښار جوړولو وزارت او د کانونو او صنایعو د نوې جوړې شوې خونې ترمنځ د همکارۍ قرارداد لاسلیک شو

د صنعتکارانو د ټولنې مشر شیرباز کمین‌زاده چې جمهور رئیس غني سره په ارګ کې د تیرې ورځې په غونډه کې حاضر وو، امریکا غږ ته وویل چې افغان صنعتکاران د بریښنا د نه شتون د ستونزې ترڅنګ د معیاري بریښنا د ستونزې سره هم لاس او ګریوان دی.

ښاغلي کمین زاده وویل چې د نورو ولایتونو پرتله د بریښنا نشتون ستونزې د کندهار او د ننګرهار پرصعنتکارانو ډیره ناوړه اغیره کړې ده. هغه وویل چې د دغې ستونزې له امله یوازې په کندهار کې له دوو سووو زیاتې فابریکې پرچاو شوي دي.

د بریښنا موسسې د معلوماتو له مخې، افغانستان هرکال د ۲۲۰ میلیونو ډالرو څخه تر ۲۷۰ میلیونو ډالرو پورې د ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه بریښنا اخلي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د وینا له مخې افغانستان د ۲۰۰۳ کال راهیسې ۱.۳ میلیارد ډالرو په ارزښت له بهر څخه بریښنا اخیستې ده. د اوبو او بریښنا وزارت وایي افغانستان څلور زره میګاواټه بریښنا ته اړتیا لري.

په افغانستان کې اوس ۱۵۰۰ میګاواټه بریښنا شته چې تر اویا فیصدو یې وارداتي بریښنا ده او پاتې دیرش فیصده په کور دننه د اوبو د بریښنا د بندونو او یوه اندازه یې د حرارتي بریښنا څخه ترلاسه کیږي.

افغانستان تراوسه د بریښنا سراسري شبکه نه لري او د بریښنا نهه شبکې د دغه هیواد په ۳۴ ولایتونو کې فعالې دي.

افغان حکومت وایي د یوې سرتاسري شبکې د جوړولو کار پیل شوی او ډیر ژر به دا ټولې شبکې د یوې شبکې سره وصل شي.

د کاسا زر پروژې د بشپړیدو لپاره درې کاله په پام کې نیول شوي. پر دغې پروژې به ۱،۱۷ ملیارد ډالر مصرف شي، چې د افغانستان ۴۰۴ میلیونه ډالرو د ونډې ۳۱۶،۵ میلیونه د نړیوال بانک ، څلویښت میلیونه د نړیوالې ټولنې له خوا او ۴۷.۵ میلیونه به د افغان حکومت له خوا برابري شي. پاکستان ۲۳۲میلیونه ډالره، تاجکستن ۳۰۱ میلیون ډالر او قرغیزستان به ۲۳۳ میلیونه ډالر دې پروژې ته برابروي.

XS
SM
MD
LG