د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: سږکال د افغانستان صادرات زیات او واردات کم شوي


سږکال تر اوسه دوه زره ټنه جلغوزې چین ته صادر شوي
سږکال تر اوسه دوه زره ټنه جلغوزې چین ته صادر شوي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په روان ۲۰۲۱ کال کې، چې پای رسیدلو ته یې یواځې څو ورځې پاتې دي، د تیر کال په پرتله بهر ته د افغانستان په صادراتو کې شاوخوا شل فیصده زیاتوالی راغلی دی، خو له بهر څخه دغه هیواد ته واردات کم شوي دي.

د دغه وزارت ویاند مولانا زهیر امریکا غږ ته وویل چې تر تیرې اونۍ پورې بهرنیو هیوادونو ته د افغانستان څخه د یو میلیارد او ۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ډول ډول سوداګریز توکي صادر شوي دي.

مولانا زهیر وویل: "تیرکال زمونږ صادرات څه باندې اته سوه میلیونه ډالره وو, اوس الحمدالله زمونږ صادرات د یو میلیارد ډالرو څه پورته دي. خو د بانکي ستونزو له امله، چې زمونږ سوداګر ورسره مخ وو، واردات مو کم شوي دي".

افغانستان کې د کورنيو تولیداتو د کچې د ټیټوالي له امله افغان سوداګر اکثره د تیلو او مایع ګاز په ګډون د اړتیا وړ مواد له بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول له ګاونډیو هیوادونو څخه دغه هیواد ته واردوي.

سږکال د اګست په ۱۵ مه افغانستان کې د طالبانو د واکمن کیدو سره سم امریکا د افغانستان بانک شتمنۍ کنګل کړې، چې له امله یې له دغه هیواد څخه بهر ته د بانکونو له لارې د پیسو لیږد د ځنډ سره مخ شو او د وارداتو کچه هم ټیټه شوه.

افغانستان بهرنیو هیوادونو ته په ځانګړي ډول پاکستان، هندوستان، چین، منځنۍ اسیا، ترکیې، روسیې او یو شمیر نورو اروپايي هیوادونو ته وچه او تازه میوه، نباتي بوټي، غالۍ او قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې صادروي.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مرستیال حاجي یونس مومند وايي، چې که د تیرو کلونو په څیر افغانستان د بهرنیو هیوادونو سره د هوايي دهلیزونو له لارې صادرات لرلای، نو ورسره به سږکال د صادراتو کچه نوره هم لوړه شوې وای.

ښاغلي مومند امریکا غږ سره په مرکه کې په ځانګړي ډول چین ته د جلغوزو د صادراتو یادونه وکړه او وېې ویل، چې سږکال دوه زره ټنه جلغوزې چین ته تراوسه صادرشوي دي.

ښاغلي مومند وویل: "زمونږ پلان و، چې لس زره ټنه صادر کړو، خو متاسفانه چې تراوسه دوه زره ټنه صادر شوي دي. تراوسه پورې باید شپږ نیم زره ټنه جلغوزې صادر شوی وای".

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مرستیال وايي، چې چین ته نږدې دوه میاشتې وړاندې د جلغوزو صادراتو بهیر د هوايي دهلیز له لارې په پیل کې ډیر ښه روان و، خو بیا وروسته دا بهیر ټکنی شو. محمد یونس مومند وايي، چې چین ته د جلغوزو صادرات د دې له امله هم افغانستان ته ګټور دي، چې له دغه هیواد څخه افغانستان مخامخ ډالر انتقالیږي.

د جلغوزو یو شمیر سوداګر وايي، چې له افغانستان څخه پاکستان ته جلغوزې قاچاق کیږي او بیا له هغه هیواد څخه چین ته د پاکستاني جلغوزو په نوم صادریږي.

دا سوداګر وايي، چې د جلغوزو د قاچاق یو لوی علت له پاکستان څخه چین ته د ترانسپورت د مصرف کموالی دی.

د جلغوزو سوداګر د طالبانو له اسلامي امارت څخه هم غواړي، چې باید د جلغوزو د قاچاق مخه ونیسي او هم د هوايي دهلیز له لارې چین ته د جلغوزو د صادراتو بهیر کړندی کړي.

XS
SM
MD
LG