د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان اروپا ته د لاجوردو له لارې تکل کړی


کابل هڅه کوي د سیمې سره سوداګریزې راکړې ورکړې پراخې کړي
کابل هڅه کوي د سیمې سره سوداګریزې راکړې ورکړې پراخې کړي

د افغانستان ولسمشر د اذربایجان د سفر نه وروسته د چارشنبې په ورځ ترکېې ته تللی، چې هلته د نورو سیمه ییزو مسلو ترڅنګ په سیمه ییز تجارت هم وغږیږي.

د یادونې ورړ ده چې ولسمشر اشرف غني پخوا ویلي وو چې په راتلونکو کلونو کې به اروپا ته د افغانستان صادرات او واردات د لاجوردو له لارې کېږي.

دغه لار د منځنۍ اسيا د هېوادونو نه تېرېږي او د ترکيې له لارې اروپا ته رسیږي.

د افغانستان د تجارت وزارت مرستیال مزمل شینواری
د افغانستان د تجارت وزارت مرستیال مزمل شینواری

د افغانستان د تجارت وزارت مرستیال مزمل شینواري امریکا غږ اشنا سره مرکه کې وویل افغانستان چې سمندر ته لار نه لري اوس د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره د پاکستان او ايران د بندرونه نه کار اخلي.

خو د ښاغلي شینواري په خبره اوس غواړي چې نورې لارې هم ولري چې یوه يې د لاجوردو لار ده.

هغه وویل چې موږ په ٢٠١٠ کال راهیسې د هغو ټولو لارو په اړه ارزونه پيل کړې چې له لنډې او اسانې لارې څخه نړیوال بازار ته لاره ورسیږو.

دلاجوردو لار دافغانستان د هرات ولایت نه ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او اخر ترکیې رسیږي او بیا ازادو اوبو ته لار مومي.

افغانستان دا وخت زیاتره تجارت د پاکستان او ایران د لارې کوي، چې وخت ناوخت له ستونزو سره مخامخ کیږي.

ښاغلي شینواري چې د نوو لارو موندل له کوم بل هېواد د لارو د بندولو په مانا نه ده.

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:05:48 0:00

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG