د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پرضد اقدام نه کوو


په عکس کې د پاکستان یو سرحدي پولیس د یو افغان پاسپورت ګوري
په عکس کې د پاکستان یو سرحدي پولیس د یو افغان پاسپورت ګوري

پاکستان د افغانستان هغه غوښتنه ردوي چې وایي د پاکستان دننه د طالب قوماندانانو پرضد نظامي اقدام وکړي خو پدې ټینګار کوي چې په أفغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره به د سولې د خبرو زمینه سازۍ ته دوام ورکړي.

د سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د بهرني سیاست سلاکار سرتاج عزیز د أفغان جمهور رېیس اشرف غني دا غوښتنه رد کړه چې پاکستان دی طالب وسله وال یا د نظامي لارې وشړي یا دی ونیسي او د بیګناه افغانانو د وژنې له امله دی د مجازاتو او محاکمې لپاره کابل ته وسپاري. جمهور رېیس غني پدې وروستیو کې وویل چې أفغانستان به د طالبانو سره د پخلاینې په خبرو کې د پاکستان نه کمک ونه غواړي.

سرتاج عزیز د خارجي پالیسۍ سلاکار دی
سرتاج عزیز د خارجي پالیسۍ سلاکار دی

خو سرتاج عزیز په پاکستان کې، أفغان ناورین مایوسونکی وباله چې په وینا یي أفغان مشرانو داسی هیله لرله چې د بیاپخلاینې خبرې باید سمدستي پیلې شوې وې او د روان تاوتریخوالي کمیدو سبب شوې وی. ښاغلي عزیز وویل د تاسف ځای دی چې طالبانو خپلو پسرلني عملیاتو ته مخه وکړه او مذاکرات هم پیل نشول.

دغه پاکستاني سلاکار داهم وویل چې وسله وال یاغیتوب د جګړې له لارې د پام وړ کوم پرمختګ هم ندې کړې او نه يي کومه ساحه نیولې.

هغه وویل پاکستان لا هغه پړاو ته ندې رسیدلې ځکه چارواکي فکر کوې لا ډیر وخت شته. عزیز وویل أفغانستان پر پاکستان فشار راوړي چې هرڅه ژر د طالبانو د مشرانو پرضد تیاری او اقدام وکړي. عزیز وایي اسلام اباد کابل ته وایي چې نظامي اقدامات د ۲۰۰۱ کال راهیسې شوي خو دا کار په أفغانستان کې د جګړې د ختمیدو سبب نشو. د عزیز ددی خبرې نه په أفغانستان د امریکا په مشرۍ اشغال ته اشاره وه.

کابل وایي ګڼ شمیر وسله وال په پاکستان کې دي
کابل وایي ګڼ شمیر وسله وال په پاکستان کې دي

سرتاج عزیز وایي ٫٫ دبیا پخلاینې طریقه په دوه یا څلور اونیو کې نه عملي کیږي او باید کافي وخت ورکړل شي ځکه دا یوازنۍ لاره ده چې په أفغانستان کې د امن سبب کیږي،،.

دا پاکستانی مقام وایي، پاکستان به د متحده ایالاتو او چین سره یوځای هغو کوششونو ته دوام ورکړي چې د أفغان جګړې یو سوله ایز حل رامنتځ کړي. هغه وویل په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی هم تیره اونۍ د تعقیبي تماسونو په حیث پاکستان ته ورغلی و کوم چې اسلام اباد غواړي د أفغان سولې خبرو زمینه جوړه کړي.

پاکستاني مقام وایي بیجنګ، واشنګټن او حتی د أفغانستان د سولې د عالي شورا مرکچیان هم په قطر کې د طالبانو سره تماسونه ساتي او لدې لارې د سولې او بیا پخلاینې د پروسې زمینه سازي کوي.

خو کابل پر اسلام اباد نیوکه کوي چې طالبانو ته يي اجازه ورکړه خپل پلاوی اسلام اباد ته ولیږي او وایي یوې تروریستي ډلې ته باید داسی اجازه ورنکړل شي.

په کابل کې د اپریل ۱۹مې برید
په کابل کې د اپریل ۱۹مې برید

په پلازمینه کابل کې د اپریل میاشتې په ۱۹مه د هغه مرګوني او بمي حملې چې نژدې اوبا تنه پکې مړه او شاوخوا ۳۵۰ پکې زخمیان شوو، کابل د بیا پخلاینې او پاکستان سره د روابطو په وړاندې خپل دریځ سخت کړې.

د کابل تر برید وروسته، أفغان حکومت اسلام اباد پدې تورن کړ چې د هغو طالبانو او وسله والو په ضد اقدام نه کوي چې د حقاني د شبکې سره تړاو لري او داسی ادعا لري چې دا خلک د پاکستان خاوره ددی لپاره استعمالوي چې په أفغانستان کې بریدونه او نور باغیتوبونه وکړي. د أفغان او امریکایي مقاماتو په وینا د حقاني ډله د پاکستان د استخباراتي ادارې سره ارتباط لري.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG