د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي:په ختيځو ولایتونو کې د قومي مشرانو وژل ډېر شوي


په تېرو دوو ورځو کې دافغانستان په ختیځ کې دوه قومي مشران وژل شوي دي.
په تېرو دوو ورځو کې دافغانستان په ختیځ کې دوه قومي مشران وژل شوي دي.

له تېرې شپې( پنجشنبې د شپې نومبر ۱۲) راهیسې دافغانستان په ختیځ کې دوه قومي مشران او پنځه ولسي وګړي دماین چاودنې او مخامخ ډزو له امله وژل شوي دي.

له دغو پېښو یوه یې د جمعې په شپه د نومبر په ۱۳ دننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې وه.

دبټي کوټ ولسوال حاجي غالب امریکا غږ ته وویل،چې وسله والو طالبانو یو پخوانی جهادي قوماندان او قومي مشر خپل کاله کې وسله والوطالبانو په ډزو وواژه .

«محمد شریف باندې یې لمړی ډزې کړي، بیا دغه قومي مشر هم متقابلې ډزې کړي دوه کسه یې له طالبانو وژلي او یو بل یې زخمي کړی دی .»

نوموړی وايي، قوماندان شریف په سیمه کې دخلکو له کلک ملاتړه برخمن و، بله پېښه دکونړ ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د جمعې په ورځ وشوه .

دوټه پور ولسوال سید زیور شاه وايي ددغه ولسوالۍ قومي مشر او دپرمختیایي شورا ریس عبد القیوم دجمعې له لمانځه وروسته کور ته روان چې له لرې د کنټرولېدونکي ماین چاودنه پرې وشوه .

«محمد قیوم نه یوازې داچې دوټه پور قومي مشر و بلکې دکونړ په کچه دخبرې سړی او قومي مخور هم وو.»

تېره شپه دننګرهار په ولایت کې پنځه ولسي وګړي هم وسله والو له موټره ښکته کړي او وژلي دي.دغه پېښه د پچیر اګام ولسوالۍ ته پر لاره شوې ده .

ننګرهار دوالي ویاند احمد ضیاء عبد الزی په دې اړه نور مالومات نه لري؛خو وايي دا کار ددولت مخالفینو کړی دی .

تر اوسه ددغه درې واړه پېښو په تړاو وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې دختیځ په کچه دقومي مشرانو او ځايي وګړو وژنې زیاتې شوي دي. دننګرهار پوهنتون استاد او پر سیاسي مسلو پوه منګل شېرزاد امریکا غږ ته وویل،چې دقومي خلکو دوژنې دلړۍ تونده شوې او تر شاه یې بېلابېل لاملونه دي.

" طالبان به په دغه مسله کې دومره ښکیل نه وي،دا کار ممکن دامریکا سره دقرارداد امضا کونې لپاره کیږي."

دقومي خلکو له وژنې ورهاخوا په کونړ کې دوسله والو طالبانو پر حکومتي پوستو ډله ییزو بریدونه کړي دي.

چارواکي وايي ،چې نن سهار وختي دکونړ په چپې درې ولسوالۍ او نژدې امنیتي پوستو نژدې سلو وسله والو بریدونه کړي او په پایله کې یې دوه حکومتي سرتیري وژل شوي او څلور ټپیان دي.

دکونړ دوالي ویاند محمد غني امریکا غږ ته وویل،چې په دغه څو ساعته جګړه کې څلور وسله وال هم وژل شوي او یو شمېر یې ټپیان دي.

بله غاړه وسله والو طالبانو بیا په دغه ولسوالۍ دبریدونو په پایله کې دڅوارلس حکومتي عسکرو دوژنې دعوه کړې ده .

دچپې درې یوه له هغه ولسوالیو ده ،چې ډېره پکې حکومتي عسکر او وسله وال طالبان په جګړه اخته پاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG