د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل ډله ییز برید د ځانمرګو په وژلو پای ته ورسېد


پولیس وايي د کابل په درېیمې کارتې کې پر یو " تعلیمي او ټولنیز مرکز " باندې د وسله والو طالبانو ډله ییز برید پای ته ورسېد.

په دغه برید کې د کابل د پولیسو د ویاند حشمت الله ستانکزي په خبره درې ځانمرګي برید کوونکي، یو افغان او یو بهرنی وګړي وژل شوي دي.

ښاغلي ستانګزي امریکا غږ ته وویل چې ښايي په ارقامو کې تغیرات راشي، ځکه چې دا لومړنۍ شمېرې دي، خو هغه وویل چې افغان امنیتي ځواکونو ته کوم زیان رسیدلی نه دی. نوموړي د دغه مرکز په اړه ډېر معلومات ورنکړل.

دغه برید د شنبې په مازدیګر د نومبر په ۲۹ نېټې له یو ځانمرګي برید سره سم پيل شو او دوه نیم ساعته وروسته د کابل په وخت د ماښام په ۶:۳۰ بجو پای ته ورسېد.

عیني شاهدان وايي لومړنۍ چاودنه ډېره زوروره و چې د ځېنو نژدیو کورونو هېندارې یې هم ماتې کړي دي.

طالبانو د برید مسولیت منلی او د ‌ډېرو بهرنیانو د وژلو دعوه کړې ده، طالبان وايي دوی د عیسویانو د تبلیغ یو مرکز په نښه کړی دی.

ولې د طالبانو بریدونه زیات شوي؟

په تېرو شاوخوا دووه اوونیو کې دا په کابل کې ښار کې د طالبانو څوم پرلپسې برید دی.

د امنیتي چارو کارپوه جاوید کوهستانی وايي طالبانو د ملي یوالي د حکومت د چارواکو ترمنځ له روانو اختلافاتو او کابېنې له نشتوالي ګټه پورته کوي.

هغه وویل" کابېنه نشته، والیان، ولسوالان، د امنیې قومندان او نور ټول ریسان سرپرستان دي،دوی خپل مسوولیت سم نه درک کوي، طالبان هم له دغې تشې نه په استفادې سره په اسانۍ سره له یوه ځایه بل ځای ته تګ راتګ کوﺉ او بریدونه کوي، په خاص ډول په سرحدي سیمو کې په اسانۍ سره تګ او راتګ کوي. "

ښاغلی کوهستانی شک ښيي چې ممکن په امنیتي کړیو کې د ننه ځینې کسان له بریدګرو سر مرسته وکړي.

خو د امنیتي چارو بل کارپوه عزیزالله وردګ وايي د افغان چارواکو ترمنځ نه همغږي د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي لامل شوې ده. " په اوسني حکومت کې پراخ فساد او د اړوندو حکومتي ادارو ترمنځ د سمې همغږۍ نشتوالی او کموالی د دې لامل شوی چې وسله وال طالبان خپل بریدونه زیات کړي دي."

طالبانو تر بل هر وخت په دې وروستیو کې پر کابل سربېره د هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې هم ځانمرګي او نور بریدونه زیات کړي دي.

د کابل له بریدونو سره همهاله په هلمند کې د ښوراب پر پوځي اډې د یو شمېر وسله والو طالبانو بریدونه درېیمې شپې ته وغزیدل.

وسله والو طالبانو د پنجشنبې په ورځ د نومبر په ۲۷نېټې د بسشن پر پوځي اډې چې د برتانویانو لوی پوځي مرکز و، بریدونه پیل کړل.

افغان چارواکي وايي د شوراب پر پوځي اډې بریدونو کې تر دې دمه لږ ترلږه پنځه افغان عسکر او نهه طالبان وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG