د لاس رسي وړ اتصالات

په سرپل کې یو محلي قوماندان له طالبانو سره یوځای شوی


د سرپل ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند امان الدین امان امریکاغږ ته وویل چې د دې گولایت د کوهستانات په ولسوالۍ کې د محلي پولیسو یو قوماندان حسن ارباب چې یو بل قوماندان شیرمحمد سره یې اختلافات درلوده د خپلو شپږو نورو ملګرو سره طالبانو ته تسلیم شوی دی.

افغانستان د کورنیو چارو وزارت بدخشان کې طالبانو ته د عسکرو د تسلیمدو د پیښې د پلټنې دپاره هم هیت ټاکلی
افغانستان د کورنیو چارو وزارت بدخشان کې طالبانو ته د عسکرو د تسلیمدو د پیښې د پلټنې دپاره هم هیت ټاکلی

ښاغلي امان زیاته کړه چې د حسن ارباب په تسلیمدو سره طالبانو د کوهستانات ولسوالۍ درې کلي تر خپل تصرف لاندې راوستي او قوماندان شیرمحمد له سیمې وتلی دی.

ښاغلی امان وایې چې سیمې ته تازه قوه هم لیږل شوی او د جګړې پر لیکو باندې د افغان ځواکونو له خوا هوایي بریدونه هم شوي دي چې ۳ تنه مخالفین په کې وژل شوي دي.هغه وایې چې افغان ځواکونو ته په دغه جګړه کې تلفات نه دي اوښتي.

د سرپل د ولایتي شورا یو غړی اسدالله خرم وایې چې جګړه د کوهستانات ولسوالۍ ته نزدې شوې ده، خو که د طالبانو مخه ونه نیول شي ممکن د ولسوالۍ مرکز هم تر تصرف لاندې راولي. هغه وایې چې ددغو دوه تنو قوماندانانو تر منځ له پخوا راهیسې اختلافات موجود دي چې کله کله به یې تر منځ جګړې هم کیدې.

ښاغلی خرم، زیاتوي چې حسن ارباب د خپل مقابل د ځپلو په موخه طالبانو ته ورغلی. د ذبیح الله په نامه یو تن چې ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې لیکلي چې قوماندان حسن ارباب له ۱۰۰ تنو وسله والو سره د طالبانو سره یو ځای شوی دی. مګر امنیتي مسولین د طالبانو دغه ادعا ردوي او وایې چې هغه له خپلو ٦ تنو سره مخالفو طالبانو ته تسلیم شوی دی.

بلخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې دوي یو هیت ټاکلی دی چې د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې طالبانو ته د تیرگران د امنیتي پوستې د عسکرو د تسلیمدو د پیښې پلټنه وکړي.

د وروستیو راپورونو په اساس د دې پوستې ١٢٥ عسکر مخالفو وسله والو ته تسلیم شوي وو چې د هغې د جملې نه ١٠٧ را خوشې شویدي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG