د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د طالبانو او داعش پر ضد عملیات پیل شول


دغه عملیات په شینوارو کې د افغانستان او پاکستان لپاره د داعش د مشر له وژل کېدو وروسته پیل شوي دي.
دغه عملیات په شینوارو کې د افغانستان او پاکستان لپاره د داعش د مشر له وژل کېدو وروسته پیل شوي دي.

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې داچین په ولسوالۍ کې یې د داعش او وسله والو طالبانو تر منځ له جګړو څخه په ګټې اخستنې ددواړو ډلو خلاف عملیات پیل کړي دي.

دشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت ریاست اعلان وکړ چې د اچین په ولسوالۍ کې دافغانستان او پاکستان لپاره د داعش ډلې مشر دبې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی .

دننګرهار ولایتي اداره وايي، چې دامنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد په مشرۍ یې نن سهار په اچین ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي چې په سیمه کې مېشت ولسي وګړي وژغوري.

والي سلیم کندزي امریکا غږ سره په مرکې ویلي، چې د داعش وسله والې ډلې ځینې ولسي خلک هم وژلي دي خو کره شمېره یې معلومه نه ده.

نوموړي وویل "له هغو کورونو څخه، چې دطالبانو په پلوۍ د داعش ډلې په وسله والو ډزې شوي، نو داعش ډلې دانتقام په موخه ملکي خلک په نښه کړي او مرګ ژوبله هم لري، خو مونږ ددغو ډلو دځپلو لپاره هوايي بریدونه لرل او بریالي وو".

هغه وايي دداعش ډلې دمشر په وژل کېدو سره په سیمه کې ددغې ډلې ملا ماته شوې، خو بیا هم جنګېدونکو دواړو ډلو دځپلو هڅې روانې دي.

جګړې سلګونه کورنۍ بې ځایه کړي

د ننګرهار والي وايي له سیمې ګڼې کورنۍ راکډه شوي،خو دقیق شمېر یې معلوم نه دی"مونږ نن دنړیوالو خیریه ادارو سره غونډه لرله تر چې کورنیو ته دمرستو بندبس وشي، چې له خپلو کورنوڅخه راکډه شوي دي".

دننګرهار ولایت دکډوالو چارو ریاست په وینا،چې دشینوارو په ولسوالیو کې د حکومت د دوو مخالفو ډلو تر منځ د روانې جګړې څخه لږ تر لږه څلور سوه کورنۍ راکډه شوي او ځینو ته یې لمړنۍ مرستې رسېدلي دي.

یو شمېر راکډه شوې کورنۍ وايي دوی دجګړې او وژنو له وېرې خپلې سیمې ته بېرته نه شي ورتلی .

دکوټ له ولسوالۍ څخه دېوې راکډې شوې کورنۍ بوډۍ مېرمن چې خپل یو لمسی یې په غېږه کې نییولی و، د امریکا غږ ته وویل " همدا لمسی مې په تریخي کې کاڼی لري،خو دومره پیسې نه لرو،چې دارو ورته واخلو. نو په دغسې یوه حالت کې له خپل کور نه راوتلي یو او دپردیو په کورنو کې مو اړولي دي".

له بله پلوه دننګرهار امنیه قوماندانۍ ویلي،چې داچین په ولسوالۍ کې یې دپیل کړو عملیاتو په ترڅ کې شپږ طالب وسله وال له وسلو سره نیولي دي.

امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد دعملیاتو له سیمې نه پر ټلیفون امریکا غږ ته وویل،چې ځواکونه یې اوس داچین ولسوالۍ دشډل په سیمه کې دحرکت په حال کې دي،تر څو په دغه ولسوالۍ کې جنګېدونکې وسله والې ډلې وځپي.

هغه ويي ،چې دداعش ډلې جنګېدونکي کسان اکثره یې دډېورنډ کرښې له هغې غاړې راوښتي او په اچین ولسوالۍ کې په جګړه بوخت دي.

داسې راپورونه هم تر لاسه شوي،چې دداعش ډلې ځینې ملکي وګړي په ډېر بې رحمانه ډول وژلي دي،ځکه چې دطالبانو بر پلوۍ یې ټوپکې راخیستې وې.

XS
SM
MD
LG