د لاس رسي وړ اتصالات

هند او پاکستان د ټپي د ګازو د پایپ لاین په اړه خبري کړي.


هند او پاکستان د ټپي د ګازو د پایپ لاین په اړه خبري کړي.
هند او پاکستان د ټپي د ګازو د پایپ لاین په اړه خبري کړي.

هندي اوپاکستاني مامورین وایي نژدې ده چه په یو پایپ لاین باندې موافقه وکړي چه د ترکمنستان نه به د افغانستان په لارې تیریږي او طبیعي گاز به په کې انتقالیږي.

د هند د تیلو وزیر ایس جې پال ریډي، د چارشنبې په ورځ وویل دواړو هیوادونو موافقه کړیده چه ژرترژره د گازود ترانزیت د فیس مسله هم حل کړي.

ده، دغه تبصرې په نوي ډهلي کی، د پاکستان د پطرولیمو د وزیرعاصم حسین سره د غونډې نه وروسته کړیدي.

دغه پروژه چی ټپي نومیږي ګاز به د پایپ لاین له لاری چی اوږوالي به یې یو زرو اوه سوه کیلومتره وي د ترکمنستان د طبیعي گازو د ساحو نه پیل شي او دافغانستان د جنوبي سیمو نه به تیرشي.

دغه پایپ لین به چه اوه اعشاریه شپږ ملیارده ډالره لگښت ولري، پاکستان ته او بیا هند ته وغزول شي. پدې پایپ لاین کې د کاله دیرش ملیارد مکعب متره ګاز انتقال شي.

امریکا د جنوبي اسیا ددې هیوادونو نه غوښتي دي چه د ڼپي د پایپ لین په جوړیدو موافقه وکړي، اودهغو پلانونو نه تیرشي چه د ایران سره د طبیعي گازو معاملی کی داخل شي.

ښاغلي ریډي، نن د غونډې په دوران کې وویل هند هم همدغه راز ویلي دي چه غواړي پطرول، ډیزل اوتیل د نفتی موادو نور محصولات پاکستان ته صادرکړي . ده وویل که چیرې پاکستان ددغو محصولاتو د اوږدی مودې د خریدارۍ ضمانت وکړي، نو دهند تصفیه خانې به ددغو پایپ لینونو په جوړولو غور وکړي.

XS
SM
MD
LG