په هند کې د افغانستان سفیر ښاغلی شېدا محمد ابدالي وايي چې د په ترکمنستان کې د ټاپي د پروژې پرانسته یو تاریخي پېل دی چې د سیمې اقتصادي او امنیتي وضعه به ورسره بدله شي. ښاغلي ابدالي وویل چې دې پروژې سره افغانستان د سیمې دپاره د ملا د تیر حیثیت پېدا کوي،چې هر هیواد به ېې د مظبوطولو غوښتونکی وي.
ښاغلي ابدالي د امریکا غږ آشنا راډیو سره د ترکمنستان،افغانستان ،پاکستان او هند ترمنځ غزیدونکي گازو د پایپ لاین د پروژې د پېل په اړه د مرکې په وخت وویل چې افغانستان به دې پروژې نه د مادي او امنیتي گټې سره ډیره معنوي گټه هم لري او د هغه ارزښت چې تراوسه په خبرو کې یادیده ،دې پروژې د پیل سره به عمل کې هم ولیدل شي. چې هغه د اسیا د زړه اصلي مفهوم عملي کوي.