د لاس رسي وړ اتصالات

د مالیې وزارت وایي سږکال ۱۵۲ ملیونه افغانۍ عواید راټولوي


د افغانستان د مالیې وزارت وايي، چې سږني ماليي کال کې به د تیر کال په پرتله شل ملیارده افغانۍ زیات عواید راټول کړي او د دولت په خزانه کې به ور زیات کړي. ددې وزارت د چارواکو په وينا تیر کال د عوایدو شمیر ۱۳۰ میلیارد افغانیو ته رسیده خو دا وزارت تمه لري، چې د سږ کال تر پایه به د عوایدو شمیر ۱۵۲ میلیاردو ته ورسیږي.

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئيس عبدالحبیب ځدراڼ له امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکې کې وویل چې "تر اوسه د عمومي عوایدو شمیر چې نړیوال صندوق سره مو کړی یو سلو دوه پنځوس میلیارد افغانۍ یو سلو دوه میلیارده مو ټول کړي دي نور موږ د کال تر پایه خپل هدف ته رسیږو".

د مالیې وزارت د چهارشنبې په ورځ د سترو مالیه ورکونکو شرکتونو د مالیې د ورکړې سیستم په الکترونیکي او انلاین بڼه سمبال کړ چې ورسره به د فساد مخه ډب او عواید به لوړ شي.

"سیستم ګټې دادې چې کاري چټکتیا به منځ ته راشي د سکتور خصوصي وخت به نه ضایع کیږي بل فزیکي تماس به د خصوصي سکتور او مالیې برخې کارمندانو تر منځ کم شي او د فساد مخه به ونیول شي تقریبا موږ سره پنځه سوه ستر مالیه ورکونکي شرکتونه دي چې درې سوه پکې فعال دي درې سوه میلیونو افغانیو څخه چې خرڅلاوو یې ډیر وي هغه ستر مالیه ورکونکي شرکتونه دي".

د خصوصي سکتور مسولین وایي چې لا هم د مالیاتو په ټولولو او ګمرک ته د محصول په ورکولوکې ستونزو شته.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وایيکه چیرې خصوصي سکتور له عوایدو او ګمرکاتو سره په سیستم کې یو ځای وي په هماغه اندازه به په دې برخه کې شفافیت منځ ته راشي.

"تاسو ورشئ په حیرتان او اقینه کې څه تیریږي موږ پنځلس لکه عرادې موټر لرو چې ترافیک ورته جواز سیر ورکړی دی که لس لیټره تیل د ورځې مصرف کړي د ورځې پنځلس زره ټنه شول د کال یو میلیارد محصول یې کیږي دوه سوه میلیونه یې هم ګمرک ته نه ورکول کیږي ولې د معافي سیستم نه ختمیږي ولې د افغانستان د خلکو غوښې خوړل کیږي،ولې له ځانه فابریکه دار،زراعت چې او قانوني تجار نه مالیه اخیستل کیږي دا غیر قانوني شخص ولې محکمې ته نه کش کیږي".

اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې افغانستان تر ډیره مصرفي هیواد دی خو د غیرې مستقیم مالیاتو ډیریدل د عوایدو د کچې د ډیریدو لامل شوي دي نه د افغانستان د خلکو د عوایدو ډیریدل.
چې افغانستان تر ډیره مصرفي هیواد دی خو د غیرې مستقیم مالیاتو ډیریدل د عوایدو د کچې د ډیریدو لامل شوي دي نه د افغانستان د خلکو د عوایدو ډیریدل.

XS
SM
MD
LG