د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: پنځو میاشتو کې د ۴۹ میلیاردو افغانیو په ارزښت صادرات شوي، خو پاکستان سره کم شوي


د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر وايي، چې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته د ۴۹ میلیاردو افغانیو په ارزښت سوداګریز توکي صادر شوي دي.

دغه دفتر د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې ددغو سوداګریزو توکو څه باندې ۹۶ فیصده یې هند، تاجیکستان، متحده عربي امارات، ایران، پاکستان، اوزبیکستان، قزاقستان، چین، ترکیې او عراق ته صادر شوي دي.

دغه دفتر ویلي چې په دغو صادراتي توکو ۶۰ کې فیصده یې وچه او تازه میوه، زعفران ، د ډبرو سکاره، پنبه او ترکاري شامله ده.

د صنعت او سوداګرۍ د وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد خبریالانو ته ویلي، چې د روان لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې بهرنیو هیوادونو ته د ۳۲۲ میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي صادر شوي دي.

ښاغلي جواد په دغه موده کې افغانستان ته د وارداتو کچه ۵۲۰ میلیونه ډالره ښودلې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند د طلوع نیوز ته ویلي، چې پاکستان سره د افغانستان صادرات د کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۶۶ میلیون ډالره کم شوي دي.

ښاغلي جواد پاکستان ته د صادراتو د کمیدو علت نه دی ښودلی، خو د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي امریکا غږ ته د صادراتو د کمیدو یو علت په پاکستان کې د افغانستان د ډبرو سکرو ته تقاضا کمیدل وښودل او ویې ویل، چې پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو پرتله د جنوبي افریقا او نورو هیوادونو څخه سکاره په ارزانه بیه تمامیږي.

ښاغلي الکوزي وویل: "پاکسان کې د ډبرو د سکرو مارکیټ زمونږ ډیر ښه دی مګر په دې اخیرو کې یې محصول جګ لاړ پاکستان د افریقا او نورو هیوادونو څخه سکاره راوړي او زمونږ سکاره نه اخلي د ډبرو سکرو تجارت د لس زره ټنو په اندازه و هغه زر دوه زرو ته راټیت شوی دی".

د اګست د میاشتې په دوییمه نیمايي کې د طالبانو د حکومت د مالیې او د کانونو او پټرولیم وزارتونو اعلان وکړ، چې د ډبرو سکرو د صادرونکو اتحادیو د غوښتنې او په نړیوال مارکیټ کې د ډبرو سکرو بیو ته په کتنې او د سوداګرو د هڅونې لپاره یې د حکومت د یوې ګډې کمیټې د پریکړې له مخې د یو ټن صادرونکو ډبرو سکرو ګمرکي محصول ۱۵ ډالره کم کړی دی.

کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وویل:" د کانونو او پټرولیم وزارت په وړاندیز او د اسلامي امارت [طالبانو حکومت] د حکم پر اساس د یو ټن ډبرو سکارو د محصول بیه د ۲۵۰۰ افغانیو څخه دوه زره ۳۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده ".

د پاکستان مرکزي بانک د جولای د میاشتې په یو راپور کې ویلي، چې افغانستان ته ددغه هیواد صادراتو کې ۲۲ فیصده زیاتوالی راغلی، خو له افغانستان څخه پاکستان ته صادراتو کې ۷۶ فیصده کموالی راغلی وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG