د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي جنرال: افغان حکومت پر۷۰ سلنه خاوره واکمن دی


په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونومشر قومندان جان کمپبل د امریکا د پارلمان یوې استماعیه غونډې ته په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان د امنیتي حالاتو، د امریکا پر تګلارې او دریځ معلومات ورکړي.

هغه د امریکا د استازو د مجلس د وسله وال پوځ کمېټې غونډې ته بلل شوی و او د کمېټې د ځينو غړو پوښتنو ته یې ځوابونه هم وویل.

جنرال کمپبل په ټوله کې څلور ډلې - طالبان، داعش، د حقاني شبکه او القاعده - د افغانستان، امریکا او نړیوالې ټولنې دښمنان او خطرناکې ډلې یادې کړي.

هغه وویل چې دا مهال د افغانستان ۷۰٪ خاوره د افغان حکومت تر واک او نفوذ لاندې ده.

جنرال کمپبل وویل چې طالبان یوه خطرناکه ډله ده چې اوس یې خپله جګړه ییزه تګلاره هم بدله کړې ده " طالبان اوس یوازې په پسرلي کې جنګ نکوي، هغوی خپل تکتیک بدل کړی او په هر موسم کې جنګیږي."

دغه امریکايي قومندان دا خبره هم وکړه چې دا مهال څه باندې ۱۰۰ ولسوالۍ یا له طالبانو سره دي او یا هم تر ګواښ او نفوذ لاندې يې دي.

هغه وايي " د افغانستان د ۴۰۷ ولسوالیو څخه یې اته ولسوالۍ له طالبانو سره دي، ۱۴ یې تر نفوذ لاندې دي او ۹۰ نور یې د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي."

خو د هغه ټېنګار په دې و چې له دې هر څه سره سره بیا هم طالبان کومه بلا نه ده او ماتېدی شي.

ښاغلي کمپبل وویل چې د افغانستان ۸ ولسوالۍ له طالبانو سره دي او ۹۴ نورې یې د هغوی له ګواښ سره مخامخ دي.
ښاغلي کمپبل وویل چې د افغانستان ۸ ولسوالۍ له طالبانو سره دي او ۹۴ نورې یې د هغوی له ګواښ سره مخامخ دي.

داعش پرمختګ نشي کوی

جنرال جان کمبل په طالبانو پسې، د اسلامي دولت ډله چې داعش هم بلل کیږي خطرناکه یاده کړه. هغه وویل چې دغه ډله په ننګرهار او د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې فعاله ده، خو په خبره یې بهرنیو او افغان ځواکونو د هغوی فعالیت محدود کړي دي.

هغه وویل "موږ په افغانستان کې د داعش ډلې د پرمختګ مخه نیولې ده."

دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار کې امنیتی چارواکي وايي په یو هوايي برید کې د داعش راډيو یې ویجاړه کړې او نژدې ۲۹ غړي يې هم وروژلي دي.

حقاني وژونکې ډله

د حقاني شبکه په افغانستان کې پر بهرنیو او افغان ځواکونو باندې په پیچلیو او ډله ییزو ځانمرګو او نورو بریدونو باندې تورنه ده.

جنرال کمپبل، دغه ډله لا هم د امریکا د ملي ګټو لپاره یوه خطرناکه دښمن بولي"د حقاني شبکه یوه خطرناکه شبکه ده چې د امریکا او ایتلاف په سرتېرو باندې د بریدونو پلانونه لري."

د حقاني شبکه د ترهګرو په تور لست کې هم شامله ده او په دې وروستیو کې يې امریکايي او افغان ځواکونو د دغې شبکې یو شمېر مشران هم وژلي او نیولي دي.

القاعده لا هم خطرناکه ده

د القاعده شبکه د امریکا د تجارتي مرکزونو باندې په بریدونو تورنه او په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د روانې جګړې اصلي لامل بلل کیږي.

سره له دې چې د دغې شبکې اصل مشر اسامه بن لادن وژل شوی، نور مشران او غړي یې یا نیول شوي او یا هم وژل شوي، خو بیا هم دغه شبکه د امریکا او افغان حکومت لپاره خطرناکه بلل کیږي.

جنرال کمپبل په خپلو خبرو کې په څرګندو ټکو کې وویل"سره له دې چې القاعده مو ځپلې خو له منځه نده تللې".

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ د ماموریت امریکايي قومندان جنرال کمبپل له دې هر څه سره سره بیا هم له افغان حکومت سره پر مرستو، د افغان ځواکونو د ظرفیت پر لوړولو او تجهیزولو ټېنګار وکړ، چې له شتوو امنیتي ګواښونه سره مبارزه وکړي.

هغه د هوايي ځواک کموالی او یا نشتوالي د افغان پوځ تر ټولو لویه ستونزه یاده کړه.

هغه په خپلو خبرو کې د ۲۰۱۶ کال د جولاۍ په میاشت کې د وارسا غونډه هم یاده کړه چې د نړۍ د یو شمېر هېوادونو مشران په کې له افغان سره د مرستو په اړه غونډیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG