د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما راپور نیمگړی ګني


افغان حکومت وايي د یوناما د راپور ځینې مهمې برخې د پوښتنې وړ دي.
افغان حکومت وايي د یوناما د راپور ځینې مهمې برخې د پوښتنې وړ دي.

د افغان حکومت او د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې (یوناما) ترمنځ د اختلاف اصلي ټکی د هغو ملکي خلکو په مرګ ژوبلې کې کمی دی چې د طالبانو په ځمکنیو پوځي عملیاتو کې زیانمن شوي دي.

یوناما وايي‌ چې د ۲۰۱۴ په پرتله په ۲۰۱۵ کال کې د طالبانو په بریدونو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله ۴۲ سلنه ټیټه وه.

خو ارګ وايي لدې موندنې سره موافق ندی.

افغان حکومت وايي چې ملکي تلفات له دې کبله کم شوي چې، ډېرو خلکو د طالبانو د توغندیزو او نورو بریدونو له ویرې خپل کورونه پرېښي او نورو سیمو ته تښتېدلي دي، نه دا چې طالبانو د ملکي تلفاتو مخه نیولې ده.

دغه راز د اجرایي ریاست یو ویاند جاوید فیصل امریکا غږ اشنا ته د اختلاف وړ بل اړخ داسې بیان کړ "د یوناما په راپور کې یوازې د ۱۲ نا امنه ولایتونو ارقام راټول شوي، خو په راپور کې د ۲۴ نورو ولایتونو په اړه، چې طالبانو په ځانمرګو بریدونو او چاودونو کې خلک وژلي او ترور کړي، هېڅ یادونه نه ده شوې، بنآ د راپور ارقام سم او د منلو نه دي."

ښاغلي فیصل همدغه راز دا هم د پوښتنې وړ موضوع وبلله چې ولې یوناما په خپل راپور کې د ۱۳ فیصده ملکیانو پر وژلو هېڅ څوک ګرم نه دي بللي.

ارګ وايي د یوناما راپور په ټول افغانستان کې د روان تاوتریخوالي بشپړ تصویر نه وړاندې کوي.

د طالبانو غبرګون

په همدې حال کې طالبانو هم د یوناما د راپور په اړه په خپل غبرګون کې دا خبره نه مني چې ګنې دوی دې ډېر ولسي افغانان وژلي وي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي " موږ د ملګرو ملتونو خپور شوی راپور یو لوریز- اړخیز- بولي. "

طالبانو د ولسي افغانانو د مرګ ژوبلې ډېر مسولیت پر افغان امنیتي ځواکونو سیمه ییزو پولیسو او نورو ناقانونه وسله والو ډلې اچولی دی.

په همدې حال کې یوناما د ملکي تلفاتو د کچې د کمولو غږ کړی دی، خو افغان حکومت او طالبانو بیا د ملکيانو ساتل خپله اصلي دنده بللې ده.

یوناما د ۲۰۰۹ کال راهیسې په افغانستان کې په روان تاوتریخوالي کې د ولسي خلکو تلفات ثبت او مستند کړي دي.

د یوناما شمیرې ښیي چې په تیرو اوو کلونو کې څه باندې شل زره افغان ملکیان په جګړو او چاودنو کې وژل شوي‌دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG