د لاس رسي وړ اتصالات

په اقتصاد کې د ښځینه سوداگرو نقش


هرات، یوه افغانه مور او لور په یوه دوکان کې د سینگار شیان اخلي.
هرات، یوه افغانه مور او لور په یوه دوکان کې د سینگار شیان اخلي.

په دغه غونډه کې چې د سوداګرۍ له لارې د سولې د بنسټ له خوا جوړه شوې وه، ښځینه سوداګرو غوښتنه وکړه چې هغوی ته دې د سوداګرۍ په برخه کې ښه فرصتونه برابر شي.

د سوداګرۍ له لارې د سولې د بنسټ مشره حبیبه صادقي وویل "که څه هم دا دوه کاله کیږي چې تجارتي وضعیت په افغانستان کې زیات مساعد نه دی، خو خوښ یو چې میرمنې لا هم مقاومت کوي، او لا هم خپل کاروبار ته دوام ورکوي."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د نړیوالو اړیکو رئيس اذرخش حافظي بیا وايي په اقتصادي چارو کې ښځو ته په دومره کلونو کې د رهبرۍ لږه ونډه ورکړل شوې ده. هغه وايي چې حکومت دې پر هغو نړیوالو مرستو هم څارنه وکړي چې د ښځینه سوداګرو په نوم ورکول کیږي.

هغه وویل: "د اقتصاد او سوداګرۍ په برخو کې ښځې لږ ونډه لري، د ښځو د ځواکمنه کولو لپاره شوي نړیوالې مرستې تر ډېره ضایع شوې دي."

په افغانستان کې لاهم د هغو ښځو کره شمیر معلوم نه دی چې د سوداګرۍ په ډګر کې مشغولې دی، خو په وروستیو څوارلسو کلونو کې ښځو د سوداګرۍ په مختلفو برخو کې ونډه اخیستې ده.

په ورته وخت کې ښځینه سوداګرې ناامني د خپلو ستونزو تر ټولو لوی ګواښ ګڼي او وايي چې تر څنګ یې ټولنیز او فرهنګي محدودیتونه نور خنډونه دي.

ښځينه سوداګرې وايي، پخوا د نړیوالو نه میرمنو کولای شول اقتصادي پروژې واخلي ولې اوس د پخوانیو کلونو په څیرهسې پروژې نشته.

د یوې کمپنۍ مالکه ذکیه وردک وايي "اول خو میرمنې د خپلې پانګې مالکیت نلري، کومې اقتصادي مفکورې چې لري، د ټولنیزو او فرهنګي ستونزو له امله یې نه شي عملي کولی"

پدې غونډه کې سل ښوونیز بورسونه هم اعلان شول، له دغو سلو تعلمي بورسونو به هغه میرمنې ګټه اخلي چې غواړي سوداګري وکړي او یا د سوداګرۍ زده کړي وکړي

همداراز ښځینه سوداګرو د بي بي خدیجې په نوم د یوې جایزې اعلان هم وکړ چې هر کال به یوې غورې سوداګرې ته ورکول کیږي.

د نومبر نوولسمه تېر کال د ملګرو ملتونو له خوا د ښځو د سوداګرۍ د ورځې په توګه اعلان شوه او سږ کال افغانو ښځینه سوداګرو ورسره پیوستون اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG