د لاس رسي وړ اتصالات

شهزاد:د کرکټ مینه والو ته به ښه زیری ورکوو


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم دا وخت په شارجه کې د زمبابوې د کرکټ د ملي ټیم سره د پینځو یو ورځنیو او دوه شل اوریزو سیالیو په لړ کې درې یو ورځنۍ ترسره کړي چې هغې کې ېې دوه لومړۍ سیالۍ گټلي او دریمه یوه بایللې. د افغانستان لخوا په دې سیالیو کې ټولو نه زیاتې منډې د سر لوبغاړي محمد شهزاد محمدي کړي او د افغانستان د کرکټ مینه وال هم په تمه دي چې د دوشنبې په ورځ به د زمبابوې سره څلورمه سیالۍ کې شهزاد یو ځل بیا خپله وړتیا ښي او ټیم ته به بری راوړي.

شهزاد زمبابوې خلاف دریو سیالیو کې تر اوسه ټولو لوبغاړو نه زیاتې منډې کړیدي
شهزاد زمبابوې خلاف دریو سیالیو کې تر اوسه ټولو لوبغاړو نه زیاتې منډې کړیدي

محمد شهزاد محمدي د امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې ویلي چې دوي د خپلې درېمې لوبې د نتیجې نه ډیر څه زده کړل او د زمبابوې خلاف د راتلونکو سیالیو دپاره ېې راویښ کړي وو.

هغه وویل چې زمبابوې د اولې درجې ټیم او لکه څنگه چې هغوي د دوه ماتو نه پس دریمه لوبه کې خپله وړتیا وښوده نو موږ هم دې یوې ماتې سره حوصله نه بایلو او ولس ته به سبا یو ښه زیری ورکړو.

shahzad cricket
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:27 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG