د کابل د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي سږ کال په کابل ښار کې د بل هر وخت په پرتله په ډېره کچه سکاره سوځول شوي دي.
د یادې ادارې چارواکي وايي د فقر ډېروالی او د شنو یا سالمو سیاستونو نشتون د دې باعث شوی چې د دغو توکي کارول په عمومي ډول رواج پیدا کړي.
د کابل ښار د چاپېریال ساتنې ادارې مشر کاظم همایون امریکا غږ سره په مرکې کې د یادو سکرو کره کچه په ګوته نه کړه خو وې وویل: "سږ کال تر هر بل وخت په پرتله کابل ښار ته ډېر شمېر سکاره وارد او سوځول شوي دي."
د هغه په وینا د دغو توکو سوځول په براخه کچه چاپېریال ته تاوان رسولی دی او که دا لړۍ دوام وکړي، لرې نده چې لوی ناروین به رامنځ ته شي.
- د سکرو زیانونه
همایون وايي: "د سکرو سوځولو ورسته په هوا کې مضره ذرې خپرېږي چې کولی شي د ماشومانو پر عصبي سیستم منفي اثر وکړي، لویانو ته د سترګو او سږو ناروغۍ پیدا کړي، کاربن تولیدوي چې ځمکه ورځ تر بلې تودوي، د ژوو عمرونه کموي او پاتې ایرې یې هم ډېر ګواښونکي دي چې کولی شي لسیزي دوام وکړي او چاپېریال پرې ککړ شي."
- بدیلونه
د ښاغلي همایون په وینا اوس مهال د ګازو، تېلو او له هغه وروسته د لرګیو کارول کولی شي د سکرو سوځولو په پرتله د سوند سالمو توکو په حیث وکارول شي.
د ژمي په رارسېدو کابل ښاریان د سکرو نه د سوند توکو په حیث کار اخلي، بلخوا د ښښتو پټۍ، حمامونه، داشونه او ځینې لوړپوړې ودانۍ هم سکاره د سوند توکو په حیث کاروي.
ښاغلی همایون وايي د دې ناروین مخنوي لپاره درې څلور کاله کار ته اړتیا ده او حکومت دې له خلکو سره په ګډه لاس په کار شي.
هغه زیارته کړه د افغانستان وضعیت په کتو باید لومړی سالم مالیاتي سیستمونه رامنځ ته شي او د سوند پر هغو توکو مالیه جیګه شي چې چابېریال ته یې ډېر تاوان رسیږي.
په افغانستان کې سکاره په نرم ډول یعنې پرته له دې چې تصفیه شي کارول کیږي.
د چاپېریال ساتنې ادارې په وینا د سکرو دغه ډول کارونه ناسمه ده او اوس مهال د نړۍ په هېڅ هېواد کې دا ډول نه کارول کیږي.
ځینو اروپایي هېوادونو په اتلسمې زېږدیزې پیړۍ کې په نرم ډول د سکرو کارول منع کړل.
اوس مهال چین، امریکا او هند درې هغه هېوادونه دي چې سکاره د نورو هېوادونو په پرتله د صنعتي موخو لپاره په پراخه کچه کاروي.